٢ : ١٨٦
وَإِذَا سَأَلَكَ عِبَادِي عَنِّي فَإِنِّي قَرِيبٌۖ أُجِيبُ دَعۡوَةَ ٱلدَّاعِ إِذَا دَعَانِۖ فَلۡيَسۡتَجِيبُواْ لِي وَلۡيُؤۡمِنُواْ بِي لَعَلَّهُمۡ يَرۡشُدُونَ
او کله چې (اې محمده) له تا څخه زما بنده ګان زما په هکله پوښتنه وکړي، نو بېشکه چې زه نږدې یم (دوی ته په علم او اجابت سره)، زه د غوښتونکي سوال قبلوم چې کله ما وبلي، نو هغوی ته هم ښايي چې زما بلنه (احکام) ومني او پرما ټینګ ایمان راوړي، کېدای شي چې سمه لاره ومومي.