Skip to content

«اې الله! زه له بدو اخلاقو، بدو عملونو او له بدو خواهشاتو څخه په تا پورې پناه غواړم».

له قطبه بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله ﷺ به ویل:

«اې الله! زه له بدو اخلاقو، بدو عملونو او له بدو خواهشاتو څخه په تا پورې پناه غواړم».

«اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ مُنْكَرَاتِ الأَخْلاَقِ وَالأَعْمَالِ وَالأَهْوَاءِ».

الترمذي روایت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول ﷺ به دا دعا کوله: (اې الله! زه تا پورې له هغو بدیو پناه نیسم، چې الله او رسول یې ترې له بدو ( اخلاقو) منع فرمایلې ده لکه: کینه، حسد او تکبر او بدو عملونو لکه: پوچې ویناوې او ښکنځلې او له هغو خواهشاتو چې نفس یې غواړي، حال دا چې د شریعت خلاف وي.

د حديث له ګټو څخه

د دې دعاء فضیلت او مستحبوالی.

مؤمن هڅه کوي چې له بدو اخلاقو او بدو اعمالو څخه ځان وساتي او ويريږي چې هسې نه د هوی او شهوتونو ښکار شي.

اخلاق، عملونه او خواهشات په بدو او ښو وېشل.

مراجع
نور (7)

جامع الترمذي (5/ 544) (3591).

فتح ذي الجلال والاكرام بشرح بلوغ المرام.

لابن عثيمين (6/ 389).

منحة العلام في شرح بلوغ المرام.

لعبد الله الفوزان (10/ 248).

توضِيحُ الأحكَامِ مِن بُلوُغ المَرَام.

للبسام (7/ 436).