٦٠ : ٥
رَبَّنَا لَا تَجۡعَلۡنَا فِتۡنَةٗ لِّلَّذِينَ كَفَرُواْ وَٱغۡفِرۡ لَنَا رَبَّنَآۖ إِنَّكَ أَنتَ ٱلۡعَزِيزُ ٱلۡحَكِيمُ
اې زموږ پالونکيه! موږ د كافرانو په ازموينه كې مه اچوه او بخښنه راته وكړه اې زموږ پالونکيه! بېشكه همدا ته برلاسى حكمت والا يې.