"بېشکه د آدم د ټولې اولادې زړونه د رحمان ذات د دوو ګوتو تر منځ دي، لکه یو زړه، نو هر لور ته چې وغواړي ګرځوي یې»
له عبد الله بن عمرو بن العاص - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی علیه وسلم څخه اورېدلي چې فرمایل یې:
"بېشکه د آدم د ټولې اولادې زړونه د رحمان ذات د دوو ګوتو تر منځ دي، لکه یو زړه، نو هر لور ته چې وغواړي ګرځوي یې» بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: "ای د زړونو اړوونکی ذاته! زموږ زړونه خپل اطاعت ته وروګرځوه".
«إِنَّ قُلُوبَ بَنِي آدَمَ كُلَّهَا بَيْنَ إِصْبَعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ الرَّحْمَنِ، كَقَلْبٍ وَاحِدٍ، يُصَرِّفُهُ حَيْثُ يَشَاءُ» ثُمَّ قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «اللهُمَّ مُصَرِّفَ الْقُلُوبِ صَرِّفْ قُلُوبَنَا عَلَى طَاعَتِكَ».
نبي صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې د آدم د اولادې ټول زړونه لکه د یو زړه په څېر د رحمان ذات د دوو ګوتو ترمنځ دي، نو هغه یې چې هر لور ته وغواړي هغه لورې ته یې اړوي؛ که وغواړي، پر حق یې پاتې کوي، او که وغواړي له حقه یې اړوي، د الله تعالی واک او تصرف په ټولو زړونو کې داسې دی لکه د یو زړه په څېر، هېڅ کار یې له بل کاره نه بوختوي، بیا نبي صلی الله علیه وسلم داسې دعا وکړه او ویې ویل: ای د زړونو اړوونکیه! چې کله یې طاعت ته اړوې، کله ګناه ته، کله ذکر ته او کله غفلت ته – نو ته زموږ زړونه خپل اطاعت واړوه.
الله تعالی د خپلو بندګانو زړونه د هغه تقدیر (قضا او قدر) له مخې اړوي، چې مخکې یې پرې لیکلی دی.
مسلمان ته پکار دي چې تل له خپل رب نه د حق او هدایت پر لاره د ثبات غوښتنه وکړي.
د الله نه وېره او یوازې د هغه ذات سره اړیکه ساتل چې یو دی او هېڅ شریک نه لري.
الآجُري ویلي: بېشکه د حق لارویان الله جل جلاله په هغه څه سره یادوي چې الله پرې خپل ځان یاد کړی دی، او په هغه څه سره چې رسول یې؛ صلی الله علیه وسلم پرې یاد کړی دی، او په هغه څه سره چې صحابه کرامو رضي الله عنهم پرې یاد کړی دی، او دا د هغو علماوو تګلاره ده چې پیروي کوي او بدعت نه کوي. پای. نو اهل سنت الله جل جلاله ته هغه نومونونه او صفتونه ثابتوي چې هغه خپله د خپل ځان لپاره ثابت کړي دي؛ پرته له دې چې تحریف پکې وکړي، انکار ترې وکړي، د څرنګوالي په اړه یې پوښتنه وکړي او یا دا چې مثل یې بیان کړي، او هغه څه د الله تعالی څخه نفي کوي چې هغه له خپل ځان څخه نفي کړي دي، او د هغه څه په وړاندې چوپتیا غوره کوي چې د اثبات یا نفي په اړه یې څه نه دي راغلي، الله تعالی فرمایلي: (لَيْسَ كَمِثْلِهِ شَيْءٌ وَهُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ). (د الله په څېر هېڅ شی نشته او هغه اورېدونکی او ليدونکی دی).
نور (5)
صحيح مسلم (4/ 2045) (2654).
المنهاج شرح صحيح مسلم بن الحجاج.
للنووي (16/ 204).
فيض القدير شرح الجامع الصغير.
للمناوي (2/ 379).
په کتابونو کې یاد شوی
11 کتابونه- کوم ایمان چې په قران او سنت نبو ي کې راغلی دغه ایمان الله جل جلاله په خپلو بندګانو فرض کړی.«إِنَّ قُلُوبَ بَنِي آدَمَ كُلَّهَا بَيْنَ إِصْبَعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ الرَّحْمَنِ، كَقَلْبٍ وَاحِدٍ يُصَرِّفُهُ حَيْثُ يَشَاءُ». «په حقیقت کې د بني ادم زړونه د رحمن -ذات- د دواړو ګوتو تر منځ داسې دي لکه یو زړه کوم طرف ته چې وغواړي همغه ط
- کوم ایمان چې په قران او سنت نبو ي کې راغلی دغه ایمان الله جل جلاله په خپلو بندګانو فرض کړی.«إِنَّ قُلُوبَ بَنِي آدَمَ كُلَّهَا بَيْنَ إِصْبَعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ الرَّحْمَنِ». "یقینا د بني ادمو زړونه د رحمن - ذات - له ګوتو څخه د دوو ګوتو تر منځه دي".
نور (9)
- أدعية جامعةاللَّهمَّ مُصَرِّف الْقُلُوب صَرِّفْ قُلُوبنَا عَلَى طَاعَتك.
- أدعية جامعةأدعية جامعة (للحرمين)22. «اللَّهُمَّ مُصَرِّفَ الْقُلُوبِ صَرِّفْ قُلُوبَنَا عَلَى طَاعَتِكَ».
- الدعاء من الكتاب والسنة الدعاء ويليه العلاج بالرقى من الكتاب والسنة (للوزارة)69- ((اللَّهُمَّ مُصَرِّفَ القُلُوبِ صَرِّفْ قُلُوبَنَا عَلَى طَاعَتِكَ)).
- الدعاء ويليه العلاج بالرقى من الكتاب والسنةالدعاء من الكتاب والسنة69- ((اللَّهُمَّ مُصَرِّفَ القُلُوبِ صَرِّفْ قُلُوبَنَا عَلَى طَاعَتِكَ))[32].
- الذكر والدعاء والعلاج بالرقي من الكتاب والسنة"اللهم مُصَرِّف القلوب صرف قلوبنا على طاعتك" .
- المختصر في آداب السفر وصفة الحج والعمرة وآداب الزيارة والأدعية الجامعة مع ملحق بالفتاوى والمخالفات4- أدعية جامعة (للحرمين)«اللَّهُمَّ مُصَرِّفَ الْقُلُوبِ صَرِّفْ قُلُوبَنَا عَلَى طَاعَتِكَ».
- تطبيق القرآن والأذكارأدعية النبي صلى الله عليه وسلم 69- ((اللَّهُمَّ مُصَرِّفَ القُلُوبِ صَرِّفْ قُلُوبَنَا عَلَى طَاعَتِكَ))[83].
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 7«اللهم مُصَرِّفَ القُلُوبِ صَرِّفْ قُلُوبَنَا علىٰ طاعتِكَ».
- نبراس طالب (1)1«إِنَّ قُلُوبَ بَنِي آدَمَ كُلَّهَا بَيْنَ إِصْبَعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ الرَّحْمَنِ، كَقَلْبٍ وَاحِدٍ، يُصَرِّفُهُ حَيْثُ يَشَاءُ»