رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره دا ویل چې: «يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ»، «اې د زړونو اړوونکیه ذاته! زما زړه په خپل دین ثابت کړه»
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم به اکثره دا ویل چې: «يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ»، «اې د زړونو اړوونکیه ذاته! زما زړه په خپل دین ثابت کړه»، نو ما وویل: اې د الله رسوله! موږ پر تا ایمان راوړی او پر هغه څه چې ته پرې راغلی یې نو آیا ته پر موږ وېرېږې؟ هغه وویل: «نَعَمْ، إِنَّ القُلُوبَ بَيْنَ أُصْبُعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ اللهِ يُقَلِّبُهَا كَيْفَ يَشَاءُ»، «هو، یقینا چې زړونه د الله تعالی له ګوتو څخه په دوو ګوتو کې دي، هر ډول یې چې وغواړي همغسې یې اړوي».
كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُكْثِرُ أَنْ يَقُولَ: «يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ»، فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، آمَنَّا بِكَ وَبِمَا جِئْتَ بِهِ فَهَلْ تَخَافُ عَلَيْنَا؟ قَالَ: «نَعَمْ، إِنَّ القُلُوبَ بَيْنَ أُصْبُعَيْنِ مِنْ أَصَابِعِ اللهِ يُقَلِّبُهَا كَيْفَ يَشَاءُ».
د رسول الله صلى الله عليه وسلم زياتره دعاګانې له الله تعالی څخه په دين او اطاعت د استقامت او له انحراف او ګمراهۍ څخه د ځان ساتلو غوښتنه وه. نو انس بن مالک رضي الله عنه په دې خبره حیران شو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولې دا دعا دومره زیاته کوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چې زړونه د الله تعالی له ګوتو څخه دوو ګوتو تر منځه دي، او هر ډول چې وغواړي هغسې یې اړوي، نو زړه چې دی د ایمان او کفر ځای دی او زړه د زیاتو تغیراتو له امله قلب بلل شوی دی؛ ځکه چې دا په اوړیدلو راوړیدلو کې له کټوۍ (دیګ) نه هم زیات سخت دی کله چې په خوټکېدلو راشي، نو چاته چې الله وغواړي زړه یې په هدایت سره ټېنګ او په دین سره ثابت کړي، او چاته چې الله وغواړي نو زړه یې له هدایت څخه بې لاریتوب او ګمراهۍ ته واړوي.
خپل رب ته د رسول الله صلى الله عليه وسلم غاړه اېښودل او عاجزي، او امت ته لارښوونه چې په دې اړه (له الله څخه) سوال وکړي.
په دین د استقامت او ثابت قدمۍ اهمیت او دا چې اعتبار خاتمې (پای) ته ورکول کیږي.
بنده د الله تعالی له مرستې پرته د سترګو د رپ په اندازه هم ثابت قدم نه شي پاتې کېدلی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې د پیروۍ له مخې د دې دعا زیات لوستلو ته هڅول.
په اسلام ټېنګ پاتې کېدل لوی نعمت دی چې بنده ورپسې باید زیار وباسي او د خپل بادار شکر پرې وباسي.
نور (12)
جامع الترمذي (4/ 19) (2140).
د امام أحمد مسند (19/ 160) (12107).
كنوز رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (17/ 476).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (2/ 567).
نزهة المتقين.
لمجموعة من الباحثين (2/ 1014).
تطريز رياض الصالحين.
لفيصل آل مبارك (ص808).
شرح رياض الصالحين.
لابن عثيمين (6/ 41).
په کتابونو کې یاد شوی
11 کتابونه- الله -جل جلاله- أنيس المحبين وملاذ القاصدين«اللَّهُمَّ يَا مُقَلِّبَ القُلُوْبِ! ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ» "اې الله، د زړونو بدلوونکېه! زما زړه په خپل دین ټینګ وساته"
- الله -جل جلاله- أنيس المحبين وملاذ القاصدين«يَا مُقَلِّبَ القُلُوْبِ! ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ» "اې د زړونو بدلوونکېه! زما زړه په خپل دین ټینګ ولره".
نور (9)
- الدعاء من الكتاب والسنة الدعاء ويليه العلاج بالرقى من الكتاب والسنة (للوزارة)70- ((يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّت قَلْبِي عَلَى دِينِكَ)).
- الدعاء ويليه العلاج بالرقى من الكتاب والسنةالدعاء من الكتاب والسنة70- ((يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّت قَلْبِي عَلَى دِينِكَ))[33].
- تطبيق القرآن والأذكارأدعية النبي صلى الله عليه وسلم 70- ((يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّت قَلْبِي عَلَى دِينِكَ))[84].
- خطب تعظيم قدر الصلاة"يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ"
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 7«يا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قلبي علىٰ دِيْنِكَ».
- قاموس الكبائر موسوعة الكبائر - المجموعة الأولى«يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ» [28].
- قاموس الكبائر«يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ» [28].
- مجموعة زاد الحديث(3)1«يا مقلبَ القلوب ثبِّتْ قلبي على دينك»
- نبراس طالب (5)1«كَانَ رَسُولُ اللهِ ﷺ يُكْثِرُ أَنْ يَقُولَ: يَا مُقَلِّبَ القُلُوبِ ثَبِّتْ قَلْبِي عَلَى دِينِكَ، فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، آمَنَّا بِكَ وَبِمَا جِئْتَ بِهِ، فَهَلْ تَخَافُ عَلَيْنَا؟ قَالَ: نَعَمْ، إِنَّ القُلُوبَ بَيْنَ أُصْبُعَيْنِ