«لَا يَفْرَكْ مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةً، إِنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقًا رَضِيَ مِنْهَا آخَرَ»
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:
«لَا يَفْرَكْ مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةً، إِنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقًا رَضِيَ مِنْهَا آخَرَ» أَوْ قَالَ: «غَيْرَهُ». "مومن سړی دې له مؤمنې ښځې کرکه نه كوي، که د هغې یو خوی یې نه خوښېده، بل به یې خوښ شي» -رواي وایي چې-او یا یې وویل چې بل یو یې (یعنې بل خوی به یې خوښ شي).
«لَا يَفْرَكْ مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةً، إِنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقًا رَضِيَ مِنْهَا آخَرَ» أَوْ قَالَ: «غَيْرَهُ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم مېړه له خپلې مېرمنې سره له دومره کرکې کولو منع کړی چې له هغې سره د ظلم کولو، د هغې د پرېښودلو او له هغې څخه د مخ اړولو لامل ګرځي. انسان له نيمګړتيا سره پيدا شوی، نو که د هغې یو خوی یې نه خوښېده، بل نیک خوی به پکې ومومي چې د ده په مزاج برابر وي او پرې خوښ شي، او کوم بد خوی یې چې نه خوښېده په هغه به صبر کوي، نو صبر کول یې اړباسي دومره کرکه ترې ونه کړي چې له امله یې ترې جلا شي.
لا يفرك: لا يبغض.
له خپلې مېرمنې سره د مخالفت پر مهال عدالت او د عقل حاکمیت ته د مؤمن بلنه او له احساساتي پرېکړو او موقتي عکس العملونو څخه ډډه کول.
مؤمن ته نه ښایي له خپلې مؤمنې ښځې څخه دومره کرکه وکړي چې له هغې څخه یې جلاوالي ته اړباسي، بلکې ورته په کار دي چې د هغې سره په محبت کولو له هغه څه نه سترګې پټې کړي چې نه یې خوښیږي.
د ښځې او خاوند ترمنځ ښه چلند او ملګرتیا ته هڅول.
ایمان د ښو اخلاقو غوښتنه کوي، نو هېڅ نارینه مؤمن او ښځینه مؤمنه له ښو اخلاقو څخه خالي نه دي؛ ځکه په دوی کې د ایمان شتون د ښو اخلاقو شته والي حتمي کوي.
نور (10)
صحيح مسلم (2/ 1091) (1469).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (1/ 359).
شرح رياض الصالحين.
لابن عثيمين (3/ 122).
فتح رب البرية بتلخيص الحموية.
لابن عثيمين (ص117).
مجموع فتاوى ابن باز (25/ 246).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (1/ 282).
په کتابونو کې یاد شوی
7 کتابونهنور (7)
- الدعاء ويليه العلاج بالرقى من الكتاب والسنةالرقى من الكتاب والسنة«لا يَفْرَكْ مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةً، إِنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقًا، رَضِيَ مِنْهَا آخَرَ»[٦٣].
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 2«لا يَفْرَكْ مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةً؛ إنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقاً رَضيَ مِنْهَا آخَرَ» أَوْ قَالَ: «غَيْرَهُ».
- مجموعة زاد التربية الإسلامية (3)، والسيرة النبوية (3)السيرة النبوية (3)«لا يَفْرَكْ -أي: لا يُبغِضْ- مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةً، إِنْ كَرِهَ مِنْها خُلُقًا رَضِيَ مِنْها آخَرَ».
- مشروع منهاج زادكزادك 3 طالب نهائي«لَا يَفْرَكْ (يبغض ويَكرَهُ) مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةً، إِنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقًا رَضِيَ مِنْهَا آخَرَ»
- مشروع منهاج زادكزادك 3 طالب نهائي«لَا يَفْرَكْ مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةً، إِنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقًا رَضِيَ مِنْهَا آخَرَ» (رواه مسلم 1469).
- نبراس طالب (5)1«لَا يَفْرَكْ (يبغض ويَكرَهُ) مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةً، إِنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقًا رَضِيَ مِنْهَا آخَرَ»
- نبراس طالب (5)1«لَا يَفْرَكْ مُؤْمِنٌ مُؤْمِنَةً، إِنْ كَرِهَ مِنْهَا خُلُقًا رَضِيَ مِنْهَا آخَرَ»