إِنَّآ أَنزَلۡنَا ٱلتَّوۡرَىٰةَ فِيهَا هُدٗى وَنُورٞۚ يَحۡكُمُ بِهَا ٱلنَّبِيُّونَ ٱلَّذِينَ أَسۡلَمُواْ لِلَّذِينَ هَادُواْ وَٱلرَّبَّٰنِيُّونَ وَٱلۡأَحۡبَارُ بِمَا ٱسۡتُحۡفِظُواْ مِن كِتَٰبِ ٱللَّهِ وَكَانُواْ عَلَيۡهِ شُهَدَآءَۚ فَلَا تَخۡشَوُاْ ٱلنَّاسَ وَٱخۡشَوۡنِ وَلَا تَشۡتَرُواْ بِـَٔايَٰتِي ثَمَنٗا قَلِيلٗاۚ وَمَن لَّمۡ يَحۡكُم بِمَآ أَنزَلَ ٱللَّهُ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡكَٰفِرُونَ
تورات خو موږ نازل كړى چې په هغه كې لارښوونه او رڼايي ده په دې سره به هغو نبيانو چې تابع وو، د يهوديانو فيصلې كولې او همداسې خداى پالونكو او عالمانو (هم په تورات فيصلې كولې) چې د الله د كتاب په ساتنه ګمارل شوي او پرهغه شاهدان وو، نو له خلكو مه وېرېږئ، يوازې له ما ووېرېږئ او په آيتونو مې كمه (ټيټه) بيه مه اخلئ، او چا چې په الله رانازل كړي (قانون) فيصله ونه كړه نو همدوى كافران دي.