٧ : ١٨٨
قُل لَّآ أَمۡلِكُ لِنَفۡسِي نَفۡعٗا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُۚ وَلَوۡ كُنتُ أَعۡلَمُ ٱلۡغَيۡبَ لَٱسۡتَكۡثَرۡتُ مِنَ ٱلۡخَيۡرِ وَمَا مَسَّنِيَ ٱلسُّوٓءُۚ إِنۡ أَنَا۠ إِلَّا نَذِيرٞ وَبَشِيرٞ لِّقَوۡمٖ يُؤۡمِنُونَ
ووايه: زه خپل ځان ته هم د ګټې او تاوان واك نه لرم، مګر څه چې الله غواړي او كه زه په غيبو پوهېدلى نو ډېرې ګټې به مې كړې وې او هېڅ زيان به نه و را رسېدلى، زه مومنانو ته له يو وېروونكي او زېري وركوونكي پرته بل څه نه يم.