Skip to content

«الله تبارک وتعالى فرمایي: ما خپلو نېکو بندګانو ته داسې نعمتونه تیار کړي دي چې نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د کوم انسان په زړه کې تېر شوي دی»

ابو هریرة - رضي الله عنه - له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایلي یې دي:

«الله تبارک وتعالى فرمایي: ما خپلو نېکو بندګانو ته داسې نعمتونه تیار کړي دي چې نه سترګو لیدلي، نه غوږونو اورېدلي او نه د کوم انسان په زړه کې تېر شوي دی» ابو هریره وايي: که وغواړئ دا آیت ولولئ: ترجمه: "نو چا ته نه ده معلومه چې هغوى ته د سترګو يخېدو كوم شيان پټ ساتل شوي" [السجدة سورت: ۱۷ آیت].

«قَالَ اللَّهُ تَبَارَكَ وَتَعَالَى: أَعْدَدْتُ لِعِبَادِي الصَّالِحِينَ، مَا لاَ عَيْنٌ رَأَتْ، وَلاَ أُذُنٌ سَمِعَتْ، وَلاَ خَطَرَ عَلَى قَلْبِ بَشَرٍ» قَالَ أَبُو هُرَيْرَةَ: اقْرَؤُوا إِنْ شِئْتُمْ: {فَلاَ تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ} [السجدة: 17].

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

"رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله تبارک وتعالى فرمايلي: ما خپلو نېکو بندګانو ته په جنت کې داسې عزت او نعمتونه تیار کړي چې نه کومو سترګو لیدلي، نه یې غوږونو وصف اورېدلی او نه یې د کوم انسان په زړه کې ماهیت تېر شوی". ابو هریره رضي الله عنه وویل: که وغواړئ، نو دا آیت ولولئ: ترجمه:(نو چا ته نه ده معلومه چې هغوى ته د سترګو يخېدو كوم شيان پټ ساتل شوي دي). [السجدة سورت: 17 آیت].

د حديث له ګټو څخه

دا حدیث د هغو احادیثو له جملې څخه دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له خپل رب څخه روایتوي او دې ته قدسي یا الهي حدیث ویل کېږي، دا هغه ډول حدیث دی چې الفاظ او معنا دواړه یې د الله جل جلاله له لورې دي، خو توپیر یې دا دی چې قدسي حدیث د قرآن کریم ځانګړتیاوې نه لري، ځکه د قرآن په لوستلو سره عبادت کېږي، او طهارت ورته کېږي، په هغه سره ننګول شوي دي او دا چې هغه یو اعجازي کلام دی او داسې نور.

د نېکو اعمالو ترسره کولو او د بدو کارونو پرېښودو ته هڅونه؛ تر څو د هغه څه بریا ترلاسه شي چې الله تعالی خپلو صالحو بندګانو ته تیار کړي دي.

الله تعالی موږ ته په خپل کتاب او د خپل رسول ﷺ په سنت کې د جنت ټول نعمتونه نه دي څرګند کړي، او هغه څه چې موږ نه دي پېژندلي، له هغو څخه ډېر ستر دي چې موږ پرې پوه شوي یو.

جنت د الله تعالی لخوا خپلو نېکو بندګانو ته تیار شوی داسې ځای دی چې پکې نعمتونه، راحتونه، او خوشحالۍ بې مثاله دي، دا نعمتونه له هر ډول غم، اندېښنې، یا تکلیف څخه خالي دي.

د دنیا متاع (ګټې او خوندونه) فاني دي، او آخرت غوره او تلپاتې دی.

مراجع
نور (8)

صحيح البخاري (6/ 115) (4779).

صحيح مسلم (4/ 2174) (2824).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (3/ 342).

التنوير شرح الجامع الصغير.

لمحمد الصنعاني (7/ 587).

تيسير الكريم الرحمن في تفسير كلام المنان.

عبد الرحمن آل سعدي (ص187).