"د مؤمن چارې ته حیرانتیا ده، یقینا چې هره چاره یې په خېر ده، او دا (ځانګړتیا) له مؤمن پرته د بل چا لپاره نشته
له صهیب رضی الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"د مؤمن چارې ته حیرانتیا ده، یقینا چې هره چاره یې په خېر ده، او دا (ځانګړتیا) له مؤمن پرته د بل چا لپاره نشته، كه خوشحالي ورته ورسيږي نو شكر وباسي او دا د ده لپاره خير دى، او كه مصيبت ورته ورسيږي صبر کوي او دا د ده لپاره خير دى".
«عَجَبًا لِأَمْرِ الْمُؤْمِنِ، إِنَّ أَمْرَهُ كُلَّهُ خَيْرٌ، وَلَيْسَ ذَاكَ لِأَحَدٍ إِلَّا لِلْمُؤْمِنِ، إِنْ أَصَابَتْهُ سَرَّاءُ شَكَرَ، فَكَانَ خَيْرًا لَهُ، وَإِنْ أَصَابَتْهُ ضَرَّاءُ صَبَرَ، فَكَانَ خَيْرًا لَهُ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم د مؤمن چارې او ښو حالاتو ته حیرانتیا کوي، دا ځکه چې هره چاره یې په ګټه ده او دا ځانګړتیا له مؤمن پرته د بل چا لپاره نشته. که خوښي ور ورسیږي نو د الله شکر ادا کوي چې د شکر په پایله کې ورته اجر رسیږي. او که مصیبت ور ورسیږي نو صبر کوي او اجر یې له الله څخه غواړي، نو د صبر په پایله کې ورته اجر رسیږي، یعنې دا چې په هر حال کې اجر ورکول کیږي.
پر خوښۍ د شکر وېستلو او پر مصیبت د صبر کولو فضیلت، نو چا چې دا وکړل د دنیا او اخرت خیر به تر لاسه کړي، او چا چې پر نعمت شکر ادا نه کړ، او پر مصیبت یې صبر ونه کړ، نو له ثواب څخه به محروم شي، او ګناهکار به شي.
د ایمان فضیلت او دا چې په هر حالت کې ثواب یوازې د مؤمنانو لپاره دی.
د خوښۍ پر مهال شکر او په سختۍ صبر کول د مؤمن له ځانګړنو څخه دي.
د الله جل جلاله په پرېکړو او تقدیر ایمان په ټولو شرایطو کې مؤمن بشپړ راضي کوي، د نورو برعکس چې د مصیبت پر مهال په دوامداره توګه ناراضه وي او کله چې ورته د الله تعالی کوم نعمت ورسیږي، نو د الله له اطاعت څخه پرې مشغول شي، دا خو لا پریږده چې د هغه په نافرمانۍ کې یې مصرف کړي.
نور (7)
صحيح مسلم (4/ 2295) (2999).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (1/ 82).
شرح رياض الصالحين.
لابن عثيمين (1/ 197).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (1/ 59).
په کتابونو کې یاد شوی
4 کتابونهنور (3)
- فتاوى المرضىفتاوى المرضى «عجبًا لأمر المؤمن، إن أمره كله خير، وليس ذاك لأحد إلا للمؤمن، إن أصابته سراء شكر، فكان خيرًا له، وإن أصابته ضراء صبر، فكان خيرًا له»
- مشروع المنهج التعليميمادة التوحيد مستوى 2«عَجَبًا لِأَمْرِ الْمُؤْمِنِ، إِنَّ أَمْرَهُ كُلَّهُ خَيْرٌ، وَلَيْسَ ذَاكَ لِأَحَدٍ إِلَّا لِلْمُؤْمِنِ، إِنْ أَصَابَتْهُ سَرَّاءُ شَكَرَ، فَكَانَ خَيْرًا لَهُ، وَإِنْ أَصَابَتْهُ ضَرَّاءُ، صَبَرَ فَكَانَ خَيْرًا لَهُ»
- نبراس طالب (3)نبراس طالب 3«عَجَبًا لأَمْرِ الْمُؤْمِنِ! إِنَّ أَمْرَهُ كُلَّهُ خَيْرٌ، وَلَيْسَ ذَاكَ لِأَحَدٍ إلاَّ لِلْمُؤْمِنِ، إِنْ أَصَابَتْهُ سَرَّاءُ شَكَرَ فَكَانَ خَيْرًا لَهُ، وَإِنْ أَصَابَتْهُ ضَرَّاءُ صَبَرَ فَكَانَ خَيْرًا لَهُ»