إِلَّا ٱلَّذِينَ يَصِلُونَ إِلَىٰ قَوۡمِۭ بَيۡنَكُمۡ وَبَيۡنَهُم مِّيثَٰقٌ أَوۡ جَآءُوكُمۡ حَصِرَتۡ صُدُورُهُمۡ أَن يُقَٰتِلُوكُمۡ أَوۡ يُقَٰتِلُواْ قَوۡمَهُمۡۚ وَلَوۡ شَآءَ ٱللَّهُ لَسَلَّطَهُمۡ عَلَيۡكُمۡ فَلَقَٰتَلُوكُمۡۚ فَإِنِ ٱعۡتَزَلُوكُمۡ فَلَمۡ يُقَٰتِلُوكُمۡ وَأَلۡقَوۡاْ إِلَيۡكُمُ ٱلسَّلَمَ فَمَا جَعَلَ ٱللَّهُ لَكُمۡ عَلَيۡهِمۡ سَبِيلٗا
له هغو پرته چې له يو داسې قوم سره يو ځاى كيږي چې ستاسو او هغوى ترمنځ تړون وي، يا هغه چې تاسو ته په داسې حال راځي چې نور يې زړونه تنګ شوي چې له تاسو يا خپل قوم سره وجنګيږي، او كه الله غوښتي واى نو حتماً به يې درباندې مسلط كړي او بيا به درسره جنګېدل، نو كه درنه ډډې ته شول او درسره ونه جنګېدل او سوله يې درته وړاندې كړه نو بيا الله تاسو ته پر دوى كومه لار نه ده پريښې.