Skip to content

الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: زه د شریکانو تر ټولو زیات غني یم، نو څوک چې یو عمل وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس او د هغه شرک پریږدم

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:

«الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: زه د شریکانو تر ټولو زیات غني یم، نو څوک چې یو عمل وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس او د هغه شرک پریږدم ».

«قال الله تبارك وتعالى: أنا أغنى الشركاء عن الشرك، من عمل عملًا أشرك فيه معي غيري، تركتُهُ وشركَهُ».

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله فرمایلي دي: هغه له شریکانو څخه تر ټولو غني شریک دی، ځکه هغه له ​​هر څه څخه بې پروا دی، او دا چې انسان کله له اطاعت څخه یو عمل وکړي او هغه د الله او غیرالله لپاره وګرځوي، نو الله تعالی یې پریږدي او ورڅخه یې نه قبلوي، او په خاوند یې بېرته ور واپس کوي. نو عمل باید خالص د الله تعالی لپاره وي، ځکه چې هغه پاک ذات یوازې هغه څه مني چې خالص د هغه کریم ذات لپاره وي.

د کلمو معناوې

.....:

د حديث له ګټو څخه

د شرک له ټولو ډولونو څخه ځان ساتل؛ او دا چې د عمل د قبلېدلو مانع ګرځي.

د الله تعالی د بډایتوب او عظمت احساس کول مرسته کوي چې عمل کې اخلاص وموندل شي.

مراجع
نور (6)

صحيح مسلم (4/ 2289) (2985).

شرح النووي على مسلم (18/ 115).

الملخص في شرح كتاب التوحيد.

لصالح الفوزان (ص287).

الجديد في شرح كتاب التوحيد.

لمحمد القرعاوي (ص325).