Skip to content

"یو سړی د خپل ملګري د دین پیروي کوي، نو په تاسو کې دې څوک وګوري چې له چا سره خالصه ملګرتیا کوي".

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

"یو سړی د خپل ملګري د دین پیروي کوي، نو په تاسو کې دې څوک وګوري چې له چا سره خالصه ملګرتیا کوي".

«الرَّجُلُ عَلَى دِينِ خَلِيلِهِ، فَلْيَنْظُر أَحَدُكُم مَنْ يُخَالِل».

ابو داود، الترمذي، او احمد روايت کړی دی
حديث حسن
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې انسان په خپلو اخلاقو او عاداتو کې له خپل مخلص دوست او ملګري سره مشابهت لري او دوستي په اخلاقو، سلوک او کړنو باندې تاثیر لري، لدې امله یې د دوست د ښه انتخاب لپاره لارښوونه وکړه، ځکه چې دا د هغه ملګري ته د ایمان، هدایت او نیکۍ لارښوونه کوي، او د ملګري لپاره د خیر په کارونو کې مرستندوی وي.

د حديث له ګټو څخه

د ښو خلکو په ملګرتیا امر کول او هغوی غوره کول او د بدو خلکو له ملګرتیا څخه ممانعت.

له ملګري څخه یې ځانګړې یادونه وکړه او خپلوان یې یاد نه کړ، ځکه چې ملګری ته انتخابوې او ورور او خپلوان هغه څوک دي چې ته یې د انتخابولو اختیار نه لرې.

ملګرتیا باید د تفکر له مخې وشي.

انسان د مؤمنانو په ملګرتيا خپل دين قوي کوي او د فاسقانو په ملګرتيا یې کمزوری کوي.

مراجع
نور (13)

سنن ابو داود (7/ 204) (4833).

جامع الترمذي (4/ 187) (2378).

د امام أحمد مسند (13/ 398) (8028).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (1/ 433).

تحفة الأحوذي بشرح جامع الترمذي.

للمباركفوري (7/ 51).

تطريز رياض الصالحين.

لفيصل آل مبارك (ص250).

كنوز رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (6/ 166).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (1/ 341).