Skip to content

«د چا لپاره چې الله جل جلاله د خیر اراده وکړي نو هغه ته په دین کې پوهه ورکړي

له معاویة - رضی الله عنه - څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې ویل یې:

«د چا لپاره چې الله جل جلاله د خیر اراده وکړي نو هغه ته په دین کې پوهه ورکړي، او یقینا چې زه ویشونکی یم او الله جل جلاله ورکوونکی دی، او دا امت به د الله جل جلاله پر دین تل تر تله ثابت وي - هېڅ مخالف به یې ورته ضرر نه شي رسولای - تر څو چې قیامت قائم شي».

«مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، وَإِنَّمَا أَنَا قَاسِمٌ، وَاللهُ يُعْطِي، وَلَنْ تَزَالَ هَذِهِ الْأُمَّةُ قَائِمَةً عَلَى أَمْرِ اللهِ، لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ، حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللهِ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله چې د چا لپاره د خیر اراده وکړي، نو هغه ته په دین کې پوهه ورکوي او دا چې هغه (صلی الله علیه وسلم) د رزق، علم او نورو شیانو - چې الله تعالی هغه ته ورکړي - تقسیموونکی دی؛ او ورکونکی په حقیقت کې الله دی او له ده پرته نور ټول اسباب دي چې د الله جل جلاله له اجازې پرته ګټه نه رسوي او دا امت به تر هغه وخته پورې د الله پر دین ثابت پاتې شي -څوک چې د دوی مخالفت کوي دوی ته به زیان ونه رسوي- تر هغه وخته پورې چې قیامت راشي.

د کلمو معناوې

.....:

د حديث له ګټو څخه

د شرعي علومو عظمت، فضیلت، زده کړه او پر زده کولو یې ټینګار.

پدې امت کې به خامخا داسې یوه ډله وي چې په حق ثابته پاتې شي، کله چې یوه ډله ترې لاس واخلي بله به پرې ودریږي.

په دین کې پوهه د بنده لپاره د الله تعالی د خیر له ارادې څخه ده.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د الله تعالی په امر او خوښه یوازې ورکول کوي، او دا چې هغه په خپله د هېڅ شي مالک ندی.

مراجع
نور (10)

صحيح البخاري (1/ 25) (71).

صحيح مسلم (2/ 718) (1037).

توضيح الأحكام من بلوغ المرام.

للبسام (7/ 485).

منحة العلام في شرح بلوغ المرام.

لعبد الله الفوزان (10/ 324).

فتح ذي الجلال والإكرام.

لابن عثيمين (6/ 424).

سبل السلام بشرح بلوغ المرام.

للصنعاني (2/ 688).