Skip to content

"د نارینه وو لپاره غوره صفونه لومړي او بدترین یې وروستي دي او د ښځو لپاره غوره صفونه وروستي او تر ټولو بد یې لومړي صفونه دي".

له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

"د نارینه وو لپاره غوره صفونه لومړي او بدترین یې وروستي دي او د ښځو لپاره غوره صفونه وروستي او تر ټولو بد یې لومړي صفونه دي".

«خَيْرُ صُفُوفِ الرِّجَالِ أَوَّلُهَا، وَشَرُّهَا آخِرُهَا، وَخَيْرُ صُفُوفِ النِّسَاءِ آخِرُهَا، وَشَرُّهَا أَوَّلُهَا».

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې په لمانځه کې د سړیو لپاره تر ټولو غوره او په ثواب کې تر ټولو زیات صفونه لومړني صفونه دي؛ دا له امام سره د هغوی د نږدېوالي، قراءت ته یې د غوږ نیولو او ښځینه وو څخه د لرې والي له امله، او تر ټولو بد، د ثواب او فضیلت له پلوه تر ټولو کم او د اسلامي شریعت له غوښتنې لرې یې وروستي صفونه دي. او د ښځینه وو لپاره تر ټولو غوره صفونه وروستني دي؛ ځکه چې دا د هغوی لپاره ډېر پرده او د نارینه وو سره له اختلاط او د دوی د لېدلو او په فتنه کې له لوېدلو څخه لرې دي، او تر ټولو بد صفونه یې لومړي دي، ځکه چې سړیو ته نږدې او په فتنه کې د لوېدلو لپاره ډېر جوګه دي.

د حديث له ګټو څخه

طاعت او په لمونځونو کې لومړیو صفونو ته په بیړه کولو ټینګار.

د ښځو لپاره په جومات کې - له نارینه وو څخه په جلا صفونو کې - لمونځ کول روا دي، خو په پرده او حیا کې.

که ښځې په جومات کې راغونډې شي، د نارینه وو په څېر به صفونه جوړوي او سره به نه بېلېږي، بلکې په قطار کې به سیده ولاړې وي او تشې به ډکوي لکه د نارینه وو د صفونو په څېر.

له نارینه وو څخه د ښځو جلا کېدلو ته د شریعت سخته پاملرنه، حتی که د عبادت په ځایونو کې هم وي.

عملونو ته په لیدو یو پر بل د خلکو غوره والی.

نووي رحمه الله فرمايي: په ټوليزه توګه د نارينه وو په صفونو کې تر ټولو غوره یې د تل لپاره لومړني دي، او د ښځو صفونه چې دي، نو په حدیث سره مراد: د هغو ښځو صفونه دي چې د سړیو سره لمونځ کوي، او که چېرته یې له سړیو څخه جلا لمونځ کاوه نو بیا هغوی هم د سړیو په څېر دي چې غوره صفونه یې لومړي او بد یې وروستي دي.

نووي رحمه الله فرمايي: لومړی ستايل شوی صف هغه دی چې په احاديثو کې يې فضيلت او تشويق راغلی، هغه صف دی چې امام پسې وي؛ برابره خبره ده که (پکې ولاړ کس) وختي راغلی وي یا ناوخته او یا دا چې د تختو (پارټیشن) او یا بل څه په واسطه جلا شوی وي.

مراجع
نور (9)

صحيح مسلم (1/ 326) (440).

سبل السلام شرح بلوغ المرام.

للصنعاني (1/ 374 ).

توضيح الأحكام مِن بلوغ المرام.

لعبد الله البسام (2/ 495).

فتح ذي الجلال والإكرام شرح بلوغ المرام.

لابن عثيمين (2/ 272).

مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح.

للتبريزي (3/ 851).