Skip to content

يوې ښځې د رمضان په مياشت کې اوه ورځې روژه ماته کړه په داسې حال کې چې هغه نفاسه وه، او د روژې قضا یې و نه نیوله تر څو چې دويم رمضان هغې باندې راغی، او په دويم رمضان کې يې اوه ورځې د شيدو ورکولو لپاره ور څخه پاتې شولې، او د روژې قضاء یې نه وه ادا کړې؛ د ناروغۍ په عذر سره، نو دغه ښځه څه باید وکړي پداسې حال کې چې دریم رمضان هم نږدې دی؟ مهرباني وکړئ موږ ته مشوره را کړئ، الله دې تاسو ته اجر درکړي.

السؤال

س1:

س19: امرأةٌ أفطرت في رمضان سبعة أيامٍ وهي نفساء، ولم تقض حتى أتاها رمضان الثاني، وطافها من رمضان الثاني سبعة أيامٍ وهي مرضعٌ، ولم تقض؛ بحجّة مرضٍ عندها، فماذا عليها وقد أوشك دخول رمضان الثالث؟ أفيدونا أثابكم الله.

الجواب

ﺟ1:

که دا ښځه لکه څنګه چې هغې د ځان په اړه ویلي دي - چې هغه ناروغه وه، او د روژې قضایي نشي راوړی – نو هغه دې هر کله چې وکولی شي روژه دې ونیسي؛ ځکه چې هغه معذوره ده، که څه هم دویم روژه هم ورباندې راشي.

خو که د هغې لپاره عذر نه وي، مګر د سستي او غفلت لمخې وي، نو د روژې په قضایی کې تر دوهمې روژې پورې ځنډول روا نه دي،

عایشه -رضي الله عنها- فرمایي: ما باندې به د روژې قضایي وه نو له شعبان پرته به مې قضا نه شو ادا کولی.

په دې اساس دا ښځه دې بايد خپل ځان ته وګوري، كه عذر يې نه وي، نو هغه ګناهګاره ده، او بايد الله ته توبه وباسي، او د روژې په قضاء کې دې بيړه وکړي، او که عذر ولري نو څه حرج ورباندې نشته، حتا که يو کال يا دوه کاله ورباندې تیرې شي.

ﺟ19: إذا كانت هذه المرأة كما ذكرت عن نفسها -أنها في مرضٍ، ولا تستطيع القضاء- فإنها متى استطاعت صامته؛ لأنها معذورةٌ، حتى ولو جاء رمضان الثاني.

أما إذا كان لا عذر لها، وإنما تتعلل وتتهاون، فإنه لا يجوز لها أن تؤخّر قضاء رمضان إلى رمضان الثاني، قالت عائشة رضي الله عنها:

«كَانَ يَكُونُ عَلَيَّ الصَّوْمُ، فَمَا أَسْتَطِيعُ أَنْ أَقْضِيَهُ إِلَّا فِي شَعْبَانَ» [1].

[4] البخاري، كتاب الصوم، باب متى يقضي قضاء رمضان (1950)، ومسلم، كتاب الصيام، باب في جواز تأخير قضاء رمضان (151) (1147).

وعلى هذا، فعلى هذه المرأة أن تنظر في نفسها، إذا كان لا عذر لها فهي آثمةٌ، وعليها أن تتوب إلى الله، وأن تبادر بقضاء ما في ذمتها من الصّيام، وإن كانت معذورةً فلا حرج عليها، ولو تأخرت سنةً أو سنتين.