Skip to content

د مثال په توګه که ښځې باندې د ماسپښین په یوه بجه حیض راشي، او هغې د ماسپښین لمونځ یې نه وي ادا کړی، ایا د پاکوالي وروسته د دغه لمونځ قضا باید راوړي؟

السؤال

س1:

د مثال په توګه که ښځې باندې د ماسپښین په یوه بجه حیض راشي، او هغې د ماسپښین لمونځ یې نه وي ادا کړی، ایا د پاکوالي وروسته د دغه لمونځ قضا باید راوړي؟

س21: إذا حاضت المرأة الساعة الواحدة ظهرًا مثلًا، وهي لم تصلّ بعد صلاة الظّهر، فهل يلزمها قضاء تلك الصلاة بعد الطّهر؟

الجواب

ﺟ1:

په دې اړه د علماوو اختلاف دی، ځينو ويلي دي چې: هغې باندې د دې لمونځ قضاء نشته؛ ځکه چې هغې افراط نه دی کړی او نه یې ګناه کړې ده؛ او د هغې لپاره روا ده چې لمونځ د وخت تر پای پورې وځنډوي.

او ځینو ویلي دي چې: هغه باید د دې لمانځه قضاء راوړي؛ د رسول الله – صلی الله علیه وسلم- د وینا د عام مفهوم له مخې:

"چا چې د لمونځ يو رکعت راګیر کړو، نو هغه لمونځ راګیر کړو".

او د احتیاط له مخې : د لمونځ قضا دی ادا کړي؛ ځکه چې دا یو لمونځ دی، د هغې په ادا کولو کې هیڅ سختي نشته.

ﺟ21: في هذا خلافٌ بين العلماء، فمنهم من قال: إنه لا يلزمها أن تقضي هذه الصلاة؛ لأنها لم تفرط، ولم تأثم؛ حيث إنه يجوز لها أن تؤخّر الصلاة إلى آخر وقتها.

ومنهم من قال: إنه يلزمها القضاء، أي: قضاء تلك الصلاة؛ لعموم قوله ﷺ:

«مَنْ أَدْرَكَ رَكْعَةً مِنَ الصَّلَاةِ فَقَدْ أَدْرَكَ الصَّلَاةَ» [1].

[5] تقدم تخريجه.

والاحتياط لها: أن تقضيها؛ لأنها صلاةٌ واحدةٌ، لا مشقة في قضائها.