Skip to content

«کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوت نو ودې وایي: اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ، یعنې اې الله! ماته ستا د رحمت دروازې پرانیزه، او کله چې راووځي نو ودې وایي: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ. یعنې اې الله! زه ستا څخه ستا د فضل غوښتنه کوم».

له ابو حمید او یا له ابو اسید څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوت نو ودې وایي: اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ، یعنې اې الله! ماته ستا د رحمت دروازې پرانیزه، او کله چې راووځي نو ودې وایي: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ. یعنې اې الله! زه ستا څخه ستا د فضل غوښتنه کوم».

«إِذَا دَخَلَ أَحَدُكُمُ الْمَسْجِدَ فَلْيَقُلِ: اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ، وَإِذَا خَرَجَ فَلْيَقُلِ: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ».

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل امت ته د هغې دعا وییلو لارښوونه کړې ده چې جومات ته د ننوتلو پر مهال وییل کیږي چې هغه : (اللَّهُمَّ افْتَحْ لي أَبْوابَ رَحْمَتِكَ) ده، نو له الله تعالی څخه سوال کوي چې د خپل رحمت اسباب ورته آسان کړي، او له الله تعالی څخه د هغه د فضل او زیاتې ښېګڼې غوښتنه کوي لکه: د حلال رزق.

د حديث له ګټو څخه

جومات ته د ننوتلو او راوتلو پر مهال د دې دعاګانو وییل مستحب دي.

د ننوتلو سره د رحمت یادونه او له راوتلو سره د فضیلت یادونه: د دې لپاره وه چې داخل شوی کس په هغه څه مشغول شو چې الله تعالی او د هغه جنت ته یې نږدې کوي نو د هغه لپاره مناسبه وه چې د رحمت یادونه وشي، او کله چې راووځي نو په ځمکه کې هڅه کوي او د الله تعالی د فضل پسې پلټنه کوي، نو مناسبه وه چې د فضیلت یادونه وشي.

دا دعاګانې هغه مهال وییل کیږي کله چې جومات ته د ننوتلو او یا له جومات څخه د راوتلو اراده ولري.

مراجع
نور (4)

صحيح مسلم (1/ 494) (713).

الكاشف عن حقائق السُّنن (3/935).

فيض القدير (1/ 336).

ذخيرة العقبى (9/153).