«څوک چې هوږه یا پیاز وخوري نو ځان دې له موږ څخه جلا کړي – یا یې وفرمایل چې: زموږ له مسجد څخه دې ځان ګوښه کړي او په کور کې دې پاتې شي»
له جابر بن عبدالله رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«څوک چې هوږه یا پیاز وخوري نو ځان دې له موږ څخه جلا کړي – یا یې وفرمایل چې: زموږ له مسجد څخه دې ځان ګوښه کړي او په کور کې دې پاتې شي»، او پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته یو لوښی راوړل شو چې په هغه کې پیاز یا بل ډول شنه سبزیجات و، نو هغه یې بوی حس کړ، نو پوښتنه یې وکړه او ورته وویل شو چې شنه بوی لرونکي سبزیجات پکې دي، نو ویې فرمایل چې د هغه ځینو ملګرو ته یې وړاندې کړئ چې له هغه سره (په سفر کې) وو، نو کله یې چې ولیدل له خوړلو یې کرکه وکړه او ویې ویل: «كُلْ فَإِنِّي أُنَاجِي مَنْ لاَ تُنَاجِي». «وخورئ، ځکه زه له هغه چا سره مناجات کوم چې ته یې نه کوې». او د مسلم روایت دی له جابر بن عبدالله رضی الله عنه څخه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ أَكَلَ مِنْ هَذِهِ الْبَقْلَةِ، الثُّومِ - وقَالَ مَرَّةً: مَنْ أَكَلَ الْبَصَلَ وَالثُّومَ وَالْكُرَّاثَ فَلَا يَقْرَبَنَّ مَسْجِدَنَا، فَإِنَّ الْمَلَائِكَةَ تَتَأَذَّى مِمَّا يَتَأَذَّى مِنْهُ بَنُو آدَمَ». «څوک چې له دې هوګې څخه خوراک وکړي، - او یو ځل یې وفرمایل: څوک چې پیاز، هوږه او یا ګندنه وخوري، نو زموږ جومات ته دې نه رانږدې کیږي، ځکه چې ملائکې د هغه څه له امله تکلفیږي چې بني آدم ترې تکلیفیږي".
«مَنْ أَكَلَ ثُومًا أَوْ بَصَلًا، فَلْيَعْتَزِلْنَا -أَوْ قَالَ: فَلْيَعْتَزِلْ- مَسْجِدَنَا، وَلْيَقْعُدْ فِي بَيْتِهِ»، وَأَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أُتِيَ بِقِدْرٍ فِيهِ خَضِرَاتٌ مِنْ بُقُولٍ، فَوَجَدَ لَهَا رِيحًا، فَسَأَلَ فَأُخْبِرَ بِمَا فِيهَا مِنَ البُقُولِ، فَقَالَ قَرِّبُوهَا إِلَى بَعْضِ أَصْحَابِهِ كَانَ مَعَهُ، فَلَمَّا رَآهُ كَرِهَ أَكْلَهَا، قَالَ: «كُلْ فَإِنِّي أُنَاجِي مَنْ لاَ تُنَاجِي». ولِمُسْلِمٍ عَنْ جَابِرِ بْنِ عَبْدِ اللهِ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ أَكَلَ مِنْ هَذِهِ الْبَقْلَةِ، الثُّومِ - وقَالَ مَرَّةً: مَنْ أَكَلَ الْبَصَلَ وَالثُّومَ وَالْكُرَّاثَ فَلَا يَقْرَبَنَّ مَسْجِدَنَا، فَإِنَّ الْمَلَائِكَةَ تَتَأَذَّى مِمَّا يَتَأَذَّى مِنْهُ بَنُو آدَمَ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم هر هغه څوک چې هوږه او یا پیاز وخوري جومات ته له تلو څخه منع کړی دی، تر څو خپل هغه وروڼه په بدبویۍ سره ونه ازاروي چې جومات ته د جماعت لپاره راغلي دي، جومات د تللو په اړه دا ممانعت تنزیهي دی، نه دا چې دا خواړه ناروا دي، ځکه چې دا مباح خوراکونه دي او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوه کټوۍ راوړل شوه چې سبزیجات پکې وو، نو کله یې چې بوی کړل او د هغه څه په اړه خبر ورکړ شو چې په کټوۍ کې دي نو له خوړلو یې انکار وکړ او خپلو نورو ملګرو ته یې د خوړلو لپاره وړاندې کړل، نو هغه هم د ده پسې د اقتدا له مخې له خوړلو کرکه وکړه، نو کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولېده ویې فرمایل: وخوره؛ ځکه چې زه له ملاېکو سره په وحي ملاقات کوم. او رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې ملاېکې د بد بوی له امله داسې ازاریږي لکه څنګه چې بنی آدم ازاریږي.
جومات ته د هغه چا د راتګ ممانعت چې هوږه، پیاز او یا ګندنه یې خوړلي وي.
هر هغه شی په حکم کې دې ته ورته دی چې بد بوی لري او لمونځ کوونکي پرې ازاریږي، لکه د سګرټ لوږی، تمباکو او داسې نور.
د ممانعت علت بوی دی، نو کله چې په زیات پخلي او یا بل څه سره له منځه ولاړه شي؛ کراهت یې له منځه ځي.
د هغو کسانو لپاره چې په جومات کې لمونځ کوي د دې شیانو خوړل مکروه دي؛ تر څو جومات ته د جماعت لپاره لاړ نه شي، پرته له دې چې د ځان لپاره یې بهانه وګرځوي چې جومات ته لاړ نه شي، که داسې یې وکړل نو دا کار حرام دی.
د هوږې او داسې نورو څیزونو څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم ممانعت له دې امله نه و چې دا څیزونه حرام دي، بلکې له دې امله و چې هغه له جبریل علیه السلام سره ملاقات (مناجات) درلود.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښایسته لارښوونه، چې د حکم سره یې د هغه سبب بیاناوه؛ تر څو مخاطب پر حکمت د پوهېدلو له امله ډاډمن شي.
قاضي ویلي: علماوو پدې له جومات پرته هغه ځایونه هم قیاس کړي دي چې په جماعت سره پکې لمونځونه کیږي لکه: عیدګاه، د جنازو لمونځ ځای او داسې نور د عبادت لپاره د راټولیدو ځایونه، همدا رنګه د علم، ذکر، ودونو او داسې نور مجلسونه، بازارونه او داسې نور ځایونه دا حکم نه لري.
علماوو ویلي: پدې حدیث کې د هوږې او داسې نورو شیانو د خوړونکي لپاره جومات ته له ننوتلو ممانعت راغلی دی -که څه هم جومات خالي وي- ځکه چې د ملاېکو ځای دی، او د حدیث عمومیت پدې دلالت کوي.
(1/ 395) (564).
نور (8)
صحيح البخاري (1/ 170) (855).
صحيح مسلم (1/ 394) (564).
تيسير العلام شرح عمدة الأحكام.
للبسام (ص204).
تنبيه الأفهام شرح عمدة الأحكام.
لابن عثيمين (2/ 260).
تاج العروس من جواهر القاموس.
للزَّبيدي (5/ 332).
په کتابونو کې یاد شوی
8 کتابونه- د نبوي جومات فضائل او آداب، د پیغمبر ﷺ او د هغه د دوو اصحابو رضي الله عنهما د قبرونو د زیارت احکامفضائل وآداب المسجد النبوي، وأحكام زيارة قبر النبي عليه الصلاة والسلام وقبري صاحبيه«چا چې هوږه یا پیاز وخوړل، نو له موږ څخه دې جلا شي - یا یې وفرمایل: زموږ له جومات څخه دې ځان ګوښه کړي - او په خپل کور کې دې پاتې شي»[۱۸].
- کوم ایمان چې په قران او سنت نبو ي کې راغلی دغه ایمان الله جل جلاله په خپلو بندګانو فرض کړی.«مَنْ أَكَلَ مِنْ هَذِهِ الْبَقْلَةِ، الثُّومِ -وقَالَ مَرَّةً: مَنْ أَكَلَ الْبَصَلَ وَالثُّومَ وَالْكُرَّاثَ- فَلَا يَقْرَبَنَّ مَسْجِدَنَا؛ فَإِنَّ الْمَلَائِكَةَ تَتَأَذَّى مِمَّا يَتَأَذَّى مِنْهُ بَنُو آدَمَ». «چا چې لدې سبو، هوږې څخه
نور (6)
- الصلاة التي علمها النبي ﷺ الصحابة رضي الله عنهمالصلاة التي علمها النبي ﷺ الصحابة رضي الله عنهم«مَنْ أَكَلَ مِنْ هَذِهِ الْبَقْلَةِ، الثُّومِ - وقَالَ مَرَّةً: مَنْ أَكَلَ الْبَصَلَ وَالثُّومَ وَالْكُرَّاثَ فَلَا يَقْرَبَنَّ مَسْجِدَنَا، فَإِنَّ الْمَلَائِكَةَ تَتَأَذَّى مِمَّا يَتَأَذَّى مِنْهُ بَنُو آدَمَ»[746].
- الصلاة التي علمها النبي ﷺ الصحابة رضي الله عنهم«مَنْ أَكَلَ مِنْ هَذِهِ الْبَقْلَةِ، الثُّومِ - وقَالَ مَرَّةً: مَنْ أَكَلَ الْبَصَلَ وَالثُّومَ وَالْكُرَّاثَ فَلَا يَقْرَبَنَّ مَسْجِدَنَا، فَإِنَّ الْمَلَائِكَةَ تَتَأَذَّى مِمَّا يَتَأَذَّى مِنْهُ بَنُو آدَمَ»[746].
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 8«مَنْ أَكَلَ الْبَصَلَ وَالثُّومَ وَالْكُرَّاثَ فَلا يَقْرَبَنَّ مَسْجِدَنَا، فَإنَّ المَلائِكَةَ تَتأذَّىٰ ممَّا يَتَأَذَّىٰ مِنْهُ بَنُو آدَمَ».
- محرمات استهان بها كثير من الناسمن أكل البصل والثوم والكراث فلا يقربن مسجدنا؛ فإن الملائكة تتأذَّى مما يتأذَّى منه بنو آدم
- مشروع منهاج زادكزادك 1 طالب«مَنْ أَكَلَ الْبَصَلَ وَالثُّومَ وَالْكُرَّاثَ فَلاَ يَقْرَبَنَّ مَسْجِدَنَا؛ فَإِنَّ الْمَلاَئِكَةَ تَتَأَذَّى مِمَّا يَتَأَذَّى مِنْهُ بَنُو آدَمَ»
- نبراس طالب (2)نبراس طالب (2) «مَنْ أَكَلَ الْبَصَلَ وَالثُّومَ وَالْكُرَّاثَ فَلاَ يَقْرَبَنَّ مَسْجِدَنَا؛ فَإِنَّ الْمَلاَئِكَةَ تَتَأَذَّى مِمَّا يَتَأَذَّى مِنْهُ بَنُو آدَمَ»