Skip to content
المُمتَحنَة /

آيت ٤

٦٠ : ٤

آيت ٤ of المُمتَحنَة (٦٠ : ٤). This page carries the verse in the Uthmani script with a translation of its meaning, at a stable URL that can be cited on its own.

المُمتَحنَة آيتونه ١٣
سورت · المُمتَحنَة
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
٦٠ : ٤

قَدۡ كَانَتۡ لَكُمۡ أُسۡوَةٌ حَسَنَةٞ فِيٓ إِبۡرَٰهِيمَ وَٱلَّذِينَ مَعَهُۥٓ إِذۡ قَالُواْ لِقَوۡمِهِمۡ إِنَّا بُرَءَٰٓؤُاْ مِنكُمۡ وَمِمَّا تَعۡبُدُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ كَفَرۡنَا بِكُمۡ وَبَدَا بَيۡنَنَا وَبَيۡنَكُمُ ٱلۡعَدَٰوَةُ وَٱلۡبَغۡضَآءُ أَبَدًا حَتَّىٰ تُؤۡمِنُواْ بِٱللَّهِ وَحۡدَهُۥٓ إِلَّا قَوۡلَ إِبۡرَٰهِيمَ لِأَبِيهِ لَأَسۡتَغۡفِرَنَّ لَكَ وَمَآ أَمۡلِكُ لَكَ مِنَ ٱللَّهِ مِن شَيۡءٖۖ رَّبَّنَا عَلَيۡكَ تَوَكَّلۡنَا وَإِلَيۡكَ أَنَبۡنَا وَإِلَيۡكَ ٱلۡمَصِيرُ

په رېښتيا ستاسو لپاره په ابراهيم او د هغه په ملګرو كې غوره بېلګه (د پېروۍ ده)، كله چې خپل قوم ته يې وويل بېشكه موږ له تاسي او له هغو شيانو چې تاسي يې له الله پرته لمانځئ، بېزار يو، ستاسي له عقيدې منكر يو او زموږ او ستاسي ترمنځ د تل لپاره دښمني او كينه څرګنده شوې تر هغو چې يوازې پر يو الله ايمان راوړئ، خو یوازې د ابراهيم علیه السلام د دې وینا (پېروي مکوئ) چې خپل پلار ته یې كړې وه چې زه به هرومرو بخښنه درته وغواړم او (نور) د الله په وړاندې ستا لپاره د هيڅ شي واك نه لرم، زموږ پالونکيه پر تا مو بروسه كړې، ستا په لور درګرځېدلي يو او هم ستا لوري ته درتلل دي.