٢٩ : ٦٤
وَمَا هَٰذِهِ ٱلۡحَيَوٰةُ ٱلدُّنۡيَآ إِلَّا لَهۡوٞ وَلَعِبٞۚ وَإِنَّ ٱلدَّارَ ٱلۡأٓخِرَةَ لَهِيَ ٱلۡحَيَوَانُۚ لَوۡ كَانُواْ يَعۡلَمُونَ
او دغه د دنيا ژوند له ساعت تيرۍ (چټیات) او لوبې پرته بل څه نه دى، او بې شکه اصلي ژوندون خو د اّخرت د كور دى، كاشكې دوى پوهېدلاى.