اې زما بندګانو، ما پر خپل ځان ظلم حرام کړی دی او ستاسو تر منځه مې هم حرام ګرځولی نو یو پر بل ظلم مه کوئ
له ابو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی:
له پيغمبر – صلی الله علیه وسلم – څخه – په هغه څه کې چې هغه یې له خپل رب څخه روایتوي چې هغه فرمایلي دي: «اې زما بندګانو، ما پر خپل ځان ظلم حرام کړی دی او ستاسو تر منځه مې هم حرام ګرځولی نو یو پر بل ظلم مه کوئ ، اې زما بنده ګانو تاسو ټول ګمراه یاست مګر هغه څوک چې ما ورته هدایت کړی دی، نو زما څخه هدایت وغواړئ زه به تاسو ته هدایت وکړم، اې زما بنده ګانو! تاسو ټول وږي یاست مګر هغه څوک چې ما موړ کړی دی، نو زما څخه روزي وغواړئ زه به تاسو ته روزي درکړم، اې زما بنده ګانو! تاسو ټول بربنډ یاست مګر هغه څوک چې ما پټ کړی دی، نو زما څخه جامې وغواړئ زه به تاسو پټ کړم، اې زما بنده ګانو تاسو شپه او ورځ ګناهونه کوئ او زه ټول ګناهونه بخښم، نو زما څخه بخښنه وغواړئ زه به تاسو ته بخښنه وکړم، اې زما بنده ګانو! تاسو زما ضرر ته نه شئ رارسیدلی چې ماته ضرر راورسوئ، او نه زما ګټې ته رارسیدلی شئ چې ماته ګټه راورسوئ، اې زما بنده ګانو! که چېرته مخکني او وروستني ستاسو، انسانان او پېریان ستاسو ټول د یو تر ټولو تقوا لرونکي انسان په زړه باندې شي، نو زما په پادشاهۍ کې به هېڅ شی زیات نه شي. اې زما بنده ګانو! که چېرته مخکیني او وروستني ستاسو، انسانان او پېریان ستاسو؛ ټول په یو میدان کې ودریږي او زما څخه سوال وکړي او هر یو ته د هغه د غوښتنې مطابق ورکړم؛ نو هېڅ شی به کم نه شي له هغه څه نه چې ما سره دي مګر د ګنډلو د یوې ستنې په اندازه چې په دریاب کې وټومبل شي، اې زما بنده ګانو! یقینا دا ستاسو عملونه دي زه یې تاسو ته حسابوم بیا یې تاسو ته درسپارم، نو چا چې خیر وموند نو د الله ستاینه دې وکړي او چا چې پرته لدې بل څه وموندل نو یوازې خپل ځان دې ملامته کړي».
عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِيمَا رَوَى عَنِ اللهِ تَبَارَكَ وَتَعَالَى أَنَّهُ قَالَ: «يَا عِبَادِي إِنِّي حَرَّمْتُ الظُّلْمَ عَلَى نَفْسِي، وَجَعَلْتُهُ بَيْنَكُمْ مُحَرَّمًا، فَلَا تَظَالَمُوا، يَا عِبَادِي كُلُّكُمْ ضَالٌّ إِلَّا مَنْ هَدَيْتُهُ، فَاسْتَهْدُونِي أَهْدِكُمْ، يَا عِبَادِي كُلُّكُمْ جَائِعٌ إِلَّا مَنْ أَطْعَمْتُهُ، فَاسْتَطْعِمُونِي أُطْعِمْكُمْ، يَا عِبَادِي كُلُّكُمْ عَارٍ إِلَّا مَنْ كَسَوْتُهُ، فَاسْتَكْسُونِي أَكْسُكُمْ، يَا عِبَادِي إِنَّكُمْ تُخْطِئُونَ بِاللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَأَنَا أَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا فَاسْتَغْفِرُونِي أَغْفِرْ لَكُمْ، يَا عِبَادِي إِنَّكُمْ لَنْ تَبْلُغُوا ضَرِّي فَتَضُرُّونِي، وَلَنْ تَبْلُغُوا نَفْعِي فَتَنْفَعُونِي، يَا عِبَادِي لَوْ أَنَّ أَوَّلَكُمْ وَآخِرَكُمْ وَإِنْسَكُمْ وَجِنَّكُمْ كَانُوا عَلَى أَتْقَى قَلْبِ رَجُلٍ وَاحِدٍ مِنْكُمْ مَا زَادَ ذَلِكَ فِي مُلْكِي شَيْئًا، يَا عِبَادِي لَوْ أَنَّ أَوَّلَكُمْ وَآخِرَكُمْ وَإِنْسَكُمْ وَجِنَّكُمْ كَانُوا عَلَى أَفْجَرِ قَلْبِ رَجُلٍ وَاحِدٍ مَا نَقَصَ ذَلِكَ مِنْ مُلْكِي شَيْئًا، يَا عِبَادِي لَوْ أَنَّ أَوَّلَكُمْ وَآخِرَكُمْ وَإِنْسَكُمْ وَجِنَّكُمْ قَامُوا فِي صَعِيدٍ وَاحِدٍ فَسَأَلُونِي فَأَعْطَيْتُ كُلَّ إِنْسَانٍ مَسْأَلَتَهُ مَا نَقَصَ ذَلِكَ مِمَّا عِنْدِي إِلَّا كَمَا يَنْقُصُ الْمِخْيَطُ إِذَا أُدْخِلَ الْبَحْرَ، يَا عِبَادِي إِنَّمَا هِيَ أَعْمَالُكُمْ أُحْصِيهَا لَكُمْ ثُمَّ أُوَفِّيكُمْ إِيَّاهَا، فَمَنْ وَجَدَ خَيْرًا فَلْيَحْمَدِ اللهَ، وَمَنْ وَجَدَ غَيْرَ ذَلِكَ فَلَا يَلُومَنَّ إِلَّا نَفْسَهُ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چې الله تعالی فرمایلي دي چې هغه ظلم پر خپل ځان حرام کړی دی او د خپلو مخلوقاتو تر منځه یې هم ظلم حرام کړی دی نو هېڅوک به پر بل ظلم نه کوي. او دا چې ټول مخلوقات له حق لارې څخه بې لارې دي مګر د الله تعالی په هدایت او توفیق سره، او څوک چې د الله تعالی څخه هدایت وغواړي نو هغه ته توفیق ورکوي او هدایت ورته کوي. او دا چې خلک د الله تعالی په نېز غریب دي او هغه ته په خپلو ټولو اړتیاوو کې محتاج دي، او څوک چې له الله څخه وغواړي هغه یې اړتیا پوره کوي او بسنه ورته کوي. دوی د شپې او ورځې ګناهونه کوي، او الله تعالی پرې پرده اچوي او کله چې ترې بنده بخښنه وغواړي نو له ګناهونو څخه یې ورته تېریږي. او دا چې دوی نشي کولی الله تعالی ته زیان ورسوي او یا ورته د څه شي ګټه ورسوي. او دا چې که دوی د یو تر ټولو پاک زړه لرونکي سړي په څېر پاک وو ، نو د الله په پاچاهۍ کې به د دوی تقوی هېڅ زیاتوالی نه و راوستی. او که چېرته دوی د یو بد زړي سړي د زړه په څېر وي، نو د دوی بې لاریتوب به د هغه له ملکیت څخه هېڅ شی نه و کم کړی، ځکه چې دوی کمزوري او الله تعالی ته محتاج دي، په هر حالت، وخت او ځای کې الله تعالی ته اړتیا لري او هغه ذات بډای او پاک دی. او دا چې که د دوی مخکیني او وروستني د انسانانو او پېریانو په شمول په یوه ځای کې ودرېږي او له الله تعالی څخه وغواړي او هغه هر یو ته هغه څه ورکړي چې هغه یې غواړي، نو دا به له هغه څه څخه هېڅ شی کم نه کړي چې د الله تعالی سره دي مګر د یوې ستنې په اندازه چې په دریاب کې ډوبه شي او بېرته راووېستل شي، نو دریاب په هغې سره هېڅ نه کمېږي، دا د هغه د بشپړ بډایتوب له امله. او دا چې الله پاک د خپلو بندګانو اعمال ساتي او د هغوی لپاره یې حسابوي بیا يې د قیامت په ورځ پوره ورکوي، نو چا چې د خپلو کړنو بدله ښه وموندله د الله ستاینه دې ادا کړي چې د اطاعت توفیق یې ورکړی، او چا چې د خپلو کړنو بدله لدې پرته بل څه وموندله نو له خپل نفس پرته دې بل څوک نه ملامتوي ځکه چې نفس یې ورته په بدۍ امر کاوه او دی یې تاوان ته مخ کړی و.
...:
دا حدیث له هغو حدیثونو څخه دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې له خپل رب څخه روایتوي، او دې ته قدسي یا الهي حدیث ویل کیږي، دا هغه حدیث دی چې لفظ او معنا یې دواړه د الله تعالی له لوري دي، پرته لدې چې د قرآن هغه ځانګړتیاوي نه لري چې له نورو شیانو څخه یې جلا کوي لکه: په هغه سره عبادت کول، د هغه لپاره پاکوالی ساتل، ننګونه، اعجاز او داسې نورې ځانګړتیاوي چي قرآن کریم یې لري.
هغه څه چې بندګانو ته د علم او هدایت څخه لاسته راځي، نو هغه د الله تعالی په هدایت او تعلیم سره دي.
کوم خیر چې بنده ته رسیږي هغه د الله تعالی له فضل څخه دي، او کوم شر چې ورته رسیږي، هغه یې د خپل نفس او خواهشاتو له امله دی.
چا چې نیکي وکړه نو هغه د الله په توفیق سره ده، او بدله یې د الله تعالی لخوا فضل دی، نو هغه لره ستاینه ده، او چا چې بدي وکړه، نو یوازې ځان دې ملامته کړي.
نور (8)
صحيح مسلم (4/ 1994) (2577).
التحفة الربانية في شرح الأربعين حديثًا النووية (ص52).
شرح الأربعين النووية.
لابن عثيمين (ص235).
فتح القوي المتين في شرح الأربعين وتتمة الخمسين.
للعباد (ص82).
الأحاديث الأربعون النووية وعليها الشرح الموجز المفيد.
لعبد الله المحسن (ص46).
په کتابونو کې یاد شوی
10 کتابونه- الإسلام والإلحاد وجها لوجهای زما بندګانو! که چېرته ستاسو مخکني او وروستني، انسانان او پيریان ستاسو څخه د یو تر ټولو پرهیزګاره انسان په زړه اوسي، دا به زما په پاچاهۍ کې هیڅ شی زیاد نه کړي، ای زما بندګانو! که چېرته ستاسو مخکني او وروستني، انسانان او پيریان ستاسو څخه د
- الله -جل جلاله- أنيس المحبين وملاذ القاصدين«يَا عِبَادِي! لَوْ أَنَّ أَوَّلَكُمْ وَآخِرَكُمْ وَإِنْسَكُمْ وَجِنَّكُمْ قَامُوا فِي صَعِيدٍ وَاحِدٍ فَسَأَلُونِي؛ فَأَعْطَيْتُ كُلَّ إِنْسَانٍ مَسْأَلَتَهُ؛ مَا نَقَصَ ذَلِكَ مِمَّا عِنْدِي إِلَّا كَمَا يَنْقُصُ المِخْيَطُ إِذَا أُدْخِلَ
- کوم ایمان چې په قران او سنت نبو ي کې راغلی دغه ایمان الله جل جلاله په خپلو بندګانو فرض کړی.«يَا عِبَادِي، إِنِّي حَرَّمْتُ الظُّلْمَ عَلَى نَفْسِي، وَجَعَلْتُهُ بَيْنَكُمْ مُحَرَّمًا، فَلَا تَظَالَمُوا». "اې زما بندګانو، ما په ځان باندې ظلم حرام کړی دی او په تاسو کې مې هم حرام کړی دی، نو خپل مینځ کې یو بل باندې ظلم مه کوئ".
نور (7)
- الإسلام أصوله ومبادئهيا عبادي لو أن أولكم وآخركم وإنسكم وجنكم كانوا على أتقى قلب رجل واحد منكم ما زاد ذلك في ملكي شيئاً،
- التسليم للنص الشرعي والمعارضات الفكرية المعاصرة05 التسليم للنص الشرعي - الفصل الرابع من أوله حتى المبحث الثالث منه"يا عبادي كلكم ضال إلا من هديته، فاستهدوني أهدكم."
- الخطب المنبريةموسوعة الخطب المنبرية (القسم الأول)«يَا عِبَادِي، إِنَّكُمْ لَنْ تَبْلُغُوا ضُرِّي فَتَضُرُّونِي، وَلَنْ تَبْلُغُوا نَفعِي فَتَنفَعُونِي»
- الصراط المستقيم(يا عبادي إني حرمت الظلم على نفسي، وجعلته بينكم محرماً، فلا تظالموا، يا عبادي كلكم ضال إلا من هديته، فاستهدوني أهدكم، يا عبادي كلكم جائع، إلا من أطعمته، فاستطعموني أطعمكم، يا عبادي كلكم عارٍ، إلا من كسوته، فاستكسوني أكسكم، يا عبادي إنكم تخط
- المنتقى من المتجر الرابح في ثواب العمل الصالح - المعتمدالمنتقى من المتجر الرابح في ثواب العمل الصالح“يا عبادي إنكم تخطئون بالليل والنهار وأنا أغفر الذنوب جميعا فاستغفروني اغفر لكم”.
- مشروع المنهج التعليميمادة التوحيد مستوى 2«يَا عِبَادِي إِنِّي حَرَّمْتُ الظُّلْمَ عَلَى نَفْسِي، وَجَعَلْتُهُ بَيْنَكُمْ مُحَرَّمًا، فَلَا تَظَالَمُوا»
- مشروع منهاج زادكزادك 2 طالب نهائي«يَا عِبَادِي، إِنِّي حَرَّمْتُ الظُّلْمَ عَلَى نَفْسِي، وَجَعَلْتُهُ بَيْنَكُمْ مُحَرَّمًا، فَلَا تَظَالَمُوا»