Skip to content
الطَّلَاق /

آيت ٢

٦٥ : ٢

آيت ٢ of الطَّلَاق (٦٥ : ٢). This page carries the verse in the Uthmani script with a translation of its meaning, at a stable URL that can be cited on its own.

الطَّلَاق آيتونه ١٢
سورت · الطَّلَاق
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
٦٥ : ٢

فَإِذَا بَلَغۡنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمۡسِكُوهُنَّ بِمَعۡرُوفٍ أَوۡ فَارِقُوهُنَّ بِمَعۡرُوفٖ وَأَشۡهِدُواْ ذَوَيۡ عَدۡلٖ مِّنكُمۡ وَأَقِيمُواْ ٱلشَّهَٰدَةَ لِلَّهِۚ ذَٰلِكُمۡ يُوعَظُ بِهِۦ مَن كَانَ يُؤۡمِنُ بِٱللَّهِ وَٱلۡيَوۡمِ ٱلۡأٓخِرِۚ وَمَن يَتَّقِ ٱللَّهَ يَجۡعَل لَّهُۥ مَخۡرَجٗا

نو كله چې هغوى خپلو نېټو ته ورنږدې شوې، بيا يې يا خپلو كورونو كې په ښه توګه وساتئ، يا يې په ښه توګه (له ځانه) بېلې كړئ، او له خپلو دوه تنه عادل شاهدان ونيسئ او (خاص) د الله لپاره شاهدي ترسره كوئ، پر همدې هغه چا ته نصيحت كيږي چې پر الله او د آخرت پر ورځ يې ايمان راوړى وي، او څوك چې له الله وېره كوي، (الله به) هغه ته د خلاصون لار پيدا كوي.