٦ : ١١٤
أَفَغَيۡرَ ٱللَّهِ أَبۡتَغِي حَكَمٗا وَهُوَ ٱلَّذِيٓ أَنزَلَ إِلَيۡكُمُ ٱلۡكِتَٰبَ مُفَصَّلٗاۚ وَٱلَّذِينَ ءَاتَيۡنَٰهُمُ ٱلۡكِتَٰبَ يَعۡلَمُونَ أَنَّهُۥ مُنَزَّلٞ مِّن رَّبِّكَ بِٱلۡحَقِّۖ فَلَا تَكُونَنَّ مِنَ ٱلۡمُمۡتَرِينَ
آيا نو پرته له الله بل فيصله كوونكى ولټوم او حال دا چې هماغه تاسو ته (ښه پوره) څرګند كتاب را نازل كړی، او هغه كسان چې كتاب مو وركړى (ښه) پوهېږي چې هغه ستا د رب له خوا په حقه نازل شوى نو له شك كوونكو مه اوسه.