«الله - تعالی - خپل لاس شپه مهال غوړوي تر څو د ورځې ګنهکار توبه وباسي، او د ورځې خپل لاس غوړوي تر څو د شپې ګنهکار توبه وباسي، تر دې چې لمر د لویدیځ له خوا راوخیژي».
له ابو موسی الاشعري رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«الله - تعالی - خپل لاس شپه مهال غوړوي تر څو د ورځې ګنهکار توبه وباسي، او د ورځې خپل لاس غوړوي تر څو د شپې ګنهکار توبه وباسي، تر دې چې لمر د لویدیځ له خوا راوخیژي».
«إِنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ يَبْسُطُ يَدَهُ بِاللَّيْلِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ، وَيَبْسُطُ يَدَهُ بِالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيْلِ، حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا».
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي چې: الله تعالی د خپلو بندګانو توبه قبلوي، که بنده د ورځې ګناه وکړي او د شپې توبه وباسي، نو الله یې توبه قبلوي، او که د شپې ګناه وکړي او د ورځې توبه وباسي، نو الله یې توبه قبلوي. او هغه پاک ذات د بنده په توبه خوشحالېږي نو لاس ورته غوړوي او قبلوي یې او د توبې دروازه تر هغه وخته پورې خلاصه ده چې لمر له لوېدیځ څخه راوخېژي چې دا د نړۍ د پای ته رسېدو نښه ده، نو کله چې راوخېژي د توبې دروازه بندېږي.
توبه تر هغه پورې قبلېږي چې دروازه یې خلاصه وي، او د لوېدیځ له خوا په لمر راختلو سره یې دروازه بندېږي، او انسان باید مخکې له دې وړاندې توبه وباسي چې ځنکندن پرې ولږېږي او ساه یې مرۍ ته راورسېږي.
د ګناه له امله باید (انسان) مایوسه او نا امېده نه شي، ځکه چې د الله تعالی بخښنه او رحمت پراخ دي او د توبې دروازه خلاصه ده.
د توبې شرطونه: لومړی: د ګناه پرېښودل، دویم: د ګناه په کولو پښېمانه کېدل. او درېيم: دا هوډ کول چې هېڅکله به بیا دا ګناه نه کوي، دا که چېرته د الله تعالی د حقونو پورې یې اړه درلوده، او که چېرته یې د بنده له حقونو سره تړاو درلوده، نو د توبې د صحت لپاره شرط دا دی چې هغه حق یې خاوند ته وروسپاري او یا حقدار ورته بخښنه وکړي.
نور (7)
صحيح مسلم (4/ 2113) (2759).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (1/ 35).
شرح رياض الصالحين.
لابن عثيمين (1/ 103).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (1/ 55).
په کتابونو کې یاد شوی
8 کتابونه- الله -جل جلاله- أنيس المحبين وملاذ القاصدين«إِنَّ اللهَ يَبْسُطُ يَدَهُ بِاللَّيْلِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ، وَيَبْسُطُ يَدَهُ بِالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيْلِ؛ حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا» "الله د شپې په اوږدو کې خپل لاس پرانېزې ترڅو د ورځې ګناهکاران توب
- کوم ایمان چې په قران او سنت نبو ي کې راغلی دغه ایمان الله جل جلاله په خپلو بندګانو فرض کړی.«إِنَّ اللهَ عز وجل يَبْسُطُ يَدَهُ بِاللَّيْلِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ، وَيَبْسُطُ يَدَهُ بِالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيْلِ، حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا». «الله - تعالی - خپل لاس شپه مهال غوړوي تر څو د ورځې ګنهک
نور (6)
- الذكر والدعاء والعلاج بالرقي من الكتاب والسنة"إن الله يبسط يده بالليل ليتوب مسيء النهار، ويبسط يده بالنهار ليتوب مسيء الليل، حتى تطلع الشمس من مغربها" .
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 1 «إنَّ اللهَ تعالىٰ يَبْسُطُ يَدَهُ باللَّيْلِ ليَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ، ويَبْسُط يَدَهُ بالنَّهَارِ ليَتُوبَ مُسِيءُ اللَيْلِ، حَتَىٰ تَطْلُع الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِها».
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 3«إنَّ اللهَ تعالىٰ يَبْسُطُ يَدَهُ باللَّيْلِ ليَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ، وَيَبْسُطُ يَدَهُ بِالنَّهارِ لِيَتُوبَ مُسيءُ اللَّيْلِ، حتىٰ تطْلُعَ الشَّمسُ مِنْ مَغْرِبها».
- فتاوى المرضىفتاوى المرضى «إن الله عز وجل يبسط يده بالليل ليتوب مسيء النهار، ويبسط يده بالنهار ليتوب مسيء الليل، حتى تطلع الشمس من مغربها»
- مجموعة زاد العقيدة (2)1«إن ﷲ يبسُطُ يدَه بالليلِ ليتوبَ مسيءُ النهارِ، ويبسطُ يدَه بالنَّهارِ ليتوبَ مسيءُ الليلِ حتى تطلعَ الشمسُ من مغربِها»
- نصوص مختارة للرمضانإِنَّ اللهَ عَزَّ وَجَلَّ يَبْسُطُ يَدَهُ بِاللَّيْلِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ النَّهَارِ، وَيَبْسُطُ يَدَهُ بِالنَّهَارِ لِيَتُوبَ مُسِيءُ اللَّيْلِ، حَتَّى تَطْلُعَ الشَّمْسُ مِنْ مَغْرِبِهَا