٣٤ : ٥٠
قُلۡ إِن ضَلَلۡتُ فَإِنَّمَآ أَضِلُّ عَلَىٰ نَفۡسِيۖ وَإِنِ ٱهۡتَدَيۡتُ فَبِمَا يُوحِيٓ إِلَيَّ رَبِّيٓۚ إِنَّهُۥ سَمِيعٞ قَرِيبٞ
ووايه: كه زه بې لارې شوى يم نو د بې لارې كېدو تاوان مې پر خپل ځان دى او كه په سمه لار يم نو د هغې وحي په واسطه چې زما رب يې راته كوي، بېشكه همغه ښه اورېدونكى رانېږدې دى.