٧ : ١٧٢
وَإِذۡ أَخَذَ رَبُّكَ مِنۢ بَنِيٓ ءَادَمَ مِن ظُهُورِهِمۡ ذُرِّيَّتَهُمۡ وَأَشۡهَدَهُمۡ عَلَىٰٓ أَنفُسِهِمۡ أَلَسۡتُ بِرَبِّكُمۡۖ قَالُواْ بَلَىٰ شَهِدۡنَآۚ أَن تَقُولُواْ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ إِنَّا كُنَّا عَنۡ هَٰذَا غَٰفِلِينَ
او كله چې ستا رب د بنيادمانو له شاګانو د هغوى ځوځات (اولاده) راووېستله او هغوى يې پر خپلو ځانو شاهدان ګرځولي وو (او پوښتلي يې وو) آيا ستاسو رب نه يم؟ هغوى وويل: هو! رب مو يې، موږ شاهدي وايو، (د دى لپاره) چې بيا د قيامت په ورځ ونه واياست چې موږ خو له دې ناخبره وو.