Skip to content

«دوه کلمې دي چې په ژبه سپکې، په تله کې درنې او رحمان - ذات - ته محبوبې دي

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

«دوه کلمې دي چې په ژبه سپکې، په تله کې درنې او رحمان - ذات - ته محبوبې دي: سُبْحَانَ اللهِ الْعَظِيمِ، سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ»، یعنې پاکي عظیم الله لره ده، پاکي او ستاینه الله لره ده».

«كَلِمَتَانِ خَفِيفَتَانِ عَلَى اللِّسَانِ، ثَقِيلَتَانِ فِي الْمِيزَانِ، حَبِيبَتَانِ إِلَى الرَّحْمَنِ: سُبْحَانَ اللهِ الْعَظِيمِ، سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د دوو کلمو په اړه خبر ورکوي چې یو سړی یې له سختۍ پرته او په هر حالت کې ویلی شي او دا چې په تله کې یې اجر ډیر لوی دی، او دا چې زمونږ رب؛ رحمان ذات یې خوښوي. سبحان الله العظيم، سبحان الله وبحمده؛ ځکه چې پدې دواړو کلمو کې الله تعالی په لویۍ او کمال سره یاد شوی، او له نقص څخه یې پکې پاکي بیان شوي ده.

د کلمو معناوې

.....:

د حديث له ګټو څخه

ترو ټولو ستر ذکر هغه دی چې په هغه کې د الله تعالی پاکۍ او پرې ثنا ویل یو ځای شوي وي.

پر بنده ګانو باندې د الله تعالی د لوی رحمت بیان، هغه ذات په لږ عمل باندې زیات ثواب ورکوي.

مراجع
نور (6)

صحيح البخاري (8/ 86) (6406).

صحيح مسلم (4/ 2072) (2694).

منحة العلام في شرح بلوغ المرام.

لعبد الله الفوزان (10/ 480).

فتح ذي الجلال والإكرام بشرح بلوغ المرام.

لابن عثيمين (6/ 519).