Skip to content

"بنده د سجدې پر مهال خپل رب ته تر ټولو ډېر نږدې وي، نو ډېره دعا وکړئ".

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:

"بنده د سجدې پر مهال خپل رب ته تر ټولو ډېر نږدې وي، نو ډېره دعا وکړئ".

«أَقْرَبُ مَا يَكُونُ الْعَبْدُ مِنْ رَبِّهِ وَهُوَ سَاجِدٌ، فَأَكْثِرُوا الدُّعَاءَ».

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چې بنده خپل رب ته تر ټولو نږدې هغه مهال وي کله چې دی سجده کوي، ځکه چې بنده د سجدې کولو پر مهال کې د خپل بدن تر ټولو غوره او عزتمن غړي - په تواضع، عاجزي او خاکسارۍ سره - الله تعالی ته په ځمکه ږدي. او رسول الله صلی الله علیه وسلم په سجده کې په ډېرې دعا کولو باندې امر کړی دی، (ځکه) پدې سره الله تعالی ته په وینا او عمل دواړو سره یو ځای عاجزي ترسره کیږي.

د حديث له ګټو څخه

اطاعت بنده الله ته ډېر نږدې کوي.

په سجده کې د ډېرو دعاګانو مستحب والی؛ ځکه چې (سجده) د دعا د قبلېدو له ځایونو څخه یو دی.

مراجع
نور (7)

صحيح مسلم (1/ 350) (482).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (5/ 509).

تطريز رياض الصالحين.

لفيصل المبارك (ص780).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (2/ 506).