«الله د آسمانونو او ځمکې له پیدا کولو څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو تقدیر لیکلی دی
له عبد الله بن عمرو بن العاص - رضي الله عنهما - څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی علیه وسلم څخه اوریدلي دي چې فرمایل یې:
«الله د آسمانونو او ځمکې له پیدا کولو څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو تقدیر لیکلی دی، وایې: پداسې حال کې چې عرش یې د اوبو له پاسه و».
«كَتَبَ اللهُ مَقَادِيرَ الْخَلَائِقِ قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِخَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ، قَالَ: وَعَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله پاک د ځمکې او آسمانونو له پیدایښت څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو د تقدیر په اړه هر هغه څه په تفصیل سره په لوح محفوظ کې لیکلي دي چې پیښیږي به: لکه ژوند، مرګ، رزق او داسې نور، او دا د هغه تقدیر سره سم ترسره کېدونکي دي لکه څرنګه یې چې الله تعالی پریکړه کړې ده. هرڅه چې شتون مومي نو هغه د الله تعالی د پریکړې او تقدیر سره سم کیږي. نو هغه څه چې بنده ته رسیدونکي دي هیڅکله به ترې خطا نه شي، او هغه څه چې ورته رسیدونکي ندي، هیڅکله به ور ونه رسیږي.
...:
په قضا او قدر د ایمان فرضیت.
تقدیر د شیانو په اړه د الله تعالی له پوهې، لیکلو، ارادې، او د هغوی له پیدا کولو څخه عبارت دی.
پدې ایمان چې تقدیرونه د اسمانونو او ځمکې له پیدایښت څخه مخکې لیکل شوي دا ثمره زیږوي چې انسان پرې راضي شي او تقدیر ته تسلیم شي.
دا چې د رحمن ذات عرش د ځمکې او آسمانونو له پېدایښت څخه وړاندې د اوبو له پاسه و.
نور (3)
صحيح مسلم (4/ 2044) (2653).
إكمال المعلم (8/141).
البحر المحيط الثجاج (41/450).
په کتابونو کې یاد شوی
5 کتابونه- الله -جل جلاله- أنيس المحبين وملاذ القاصدين«كَتَبَ اللهُ مَقَادِيرَ الخَلَائِقِ قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ بِخَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ، وَعَرْشُهُ عَلَى المَاءِ» «الله د اسمانونو او ځمکې له پیدا کولو څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوق اندازې لیکلې وې، او د هغه عرش د او
- کوم ایمان چې په قران او سنت نبو ي کې راغلی دغه ایمان الله جل جلاله په خپلو بندګانو فرض کړی.«كَتَبَ اللهُ مَقَادِيرَ الْخَلَائِقِ قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضَ بِخَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ، قَالَ: وَعَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ». "الله - تعالی - د اسمانونو او ځمکې له پیدا کولو څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو تقدیرونه
نور (3)
- مجموعة زاد التربية الإسلامية (3)، والسيرة النبوية (3)التربية الإٍسلامية -3- «كَتَبَ الله مَقَادِيرَ الْخَلائِقِ قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ بِخَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ».
- مجموعة زاد الحديث(3)1«كَتَبَ الله مَقَادِيرَ الْخَلَائِقِ قَبْلَ أَنْ يَخْلُقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ بِخَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ».
- نبراس طالب (2)نبراس طالب (2) «كَتَبَ اللهُ مقَادِيَر الخَلائِقِ قَبْلَ أنْ يَخلُقَ السَّمَاواتِ والأرَضَ بِخَمْسِينَ أَلْفَ سَنَةٍ»