Skip to content
البَقَرَة /

آيت ٢٣٣

٢ : ٢٣٣
البَقَرَة آيتونه ٢٨٦
سورت · البَقَرَة
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
٢ : ٢٣٣

۞ وَٱلۡوَٰلِدَٰتُ يُرۡضِعۡنَ أَوۡلَٰدَهُنَّ حَوۡلَيۡنِ كَامِلَيۡنِۖ لِمَنۡ أَرَادَ أَن يُتِمَّ ٱلرَّضَاعَةَۚ وَعَلَى ٱلۡمَوۡلُودِ لَهُۥ رِزۡقُهُنَّ وَكِسۡوَتُهُنَّ بِٱلۡمَعۡرُوفِۚ لَا تُكَلَّفُ نَفۡسٌ إِلَّا وُسۡعَهَاۚ لَا تُضَآرَّ وَٰلِدَةُۢ بِوَلَدِهَا وَلَا مَوۡلُودٞ لَّهُۥ بِوَلَدِهِۦۚ وَعَلَى ٱلۡوَارِثِ مِثۡلُ ذَٰلِكَۗ فَإِنۡ أَرَادَا فِصَالًا عَن تَرَاضٖ مِّنۡهُمَا وَتَشَاوُرٖ فَلَا جُنَاحَ عَلَيۡهِمَاۗ وَإِنۡ أَرَدتُّمۡ أَن تَسۡتَرۡضِعُوٓاْ أَوۡلَٰدَكُمۡ فَلَا جُنَاحَ عَلَيۡكُمۡ إِذَا سَلَّمۡتُم مَّآ ءَاتَيۡتُم بِٱلۡمَعۡرُوفِۗ وَٱتَّقُواْ ٱللَّهَ وَٱعۡلَمُوٓاْ أَنَّ ٱللَّهَ بِمَا تَعۡمَلُونَ بَصِيرٞ

او میندې دې خپلو اولادونو ته تر دوه کاله (پس له طلاق او عدت نه هم) شيدې (پۍ) ورکوي، هغه چې غواړي د رضاعت (پۍ ورکولو) موده پوره کړي او د بچي پر پلار د هغوی (میندو) خواړه او جامې دي، په غوره طریقه (له دود او دستور سره سم) او پر هیڅ نفس (کس) د هغه له توان نه زیاتی نه شي کولی او نه به مور ته د هغه د بچې په سبب ضرر رسول کېږي او نه به پلار ته په سبب د هغه د اولاد، او شته په وارث (د پلار) باندې په شان د هغه (نفقه چې په پلار وه). نو که دوی دواړه (مور او پلار) وغواړي (له تي ځینې پخوا له دوه کلونو څخه) بېلول (دماشوم) په خوښۍ او مشورې (د دواړو سره)، پس نشته هیڅ ګناه پر دوی دواړو باندې (په دې کې) او که قصد وکړئ تاسي چې دایې (پۍ ورکوونکې ښځې) ونیسئ! د خپلو بچو لپاره. نو نشته هیڅ ګناه پر تاسي کله چې وسپارئ هغه شی چې مقرر کړې وي تاسو د عرف مطابق او له الله نه ووېرېږئ، او پوه شئ! چې بېشکه الله تعالی هغه عملونه چې تاسي یې کوئ ویني.