Skip to content
البَقَرَة /

آيت ١٨٧

٢ : ١٨٧

آيت ١٨٧ of البَقَرَة (٢ : ١٨٧). This page carries the verse in the Uthmani script with a translation of its meaning, at a stable URL that can be cited on its own.

البَقَرَة آيتونه ٢٨٦
سورت · البَقَرَة
الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة
٢ : ١٨٧

أُحِلَّ لَكُمۡ لَيۡلَةَ ٱلصِّيَامِ ٱلرَّفَثُ إِلَىٰ نِسَآئِكُمۡۚ هُنَّ لِبَاسٞ لَّكُمۡ وَأَنتُمۡ لِبَاسٞ لَّهُنَّۗ عَلِمَ ٱللَّهُ أَنَّكُمۡ كُنتُمۡ تَخۡتَانُونَ أَنفُسَكُمۡ فَتَابَ عَلَيۡكُمۡ وَعَفَا عَنكُمۡۖ فَٱلۡـَٰٔنَ بَٰشِرُوهُنَّ وَٱبۡتَغُواْ مَا كَتَبَ ٱللَّهُ لَكُمۡۚ وَكُلُواْ وَٱشۡرَبُواْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَكُمُ ٱلۡخَيۡطُ ٱلۡأَبۡيَضُ مِنَ ٱلۡخَيۡطِ ٱلۡأَسۡوَدِ مِنَ ٱلۡفَجۡرِۖ ثُمَّ أَتِمُّواْ ٱلصِّيَامَ إِلَى ٱلَّيۡلِۚ وَلَا تُبَٰشِرُوهُنَّ وَأَنتُمۡ عَٰكِفُونَ فِي ٱلۡمَسَٰجِدِۗ تِلۡكَ حُدُودُ ٱللَّهِ فَلَا تَقۡرَبُوهَاۗ كَذَٰلِكَ يُبَيِّنُ ٱللَّهُ ءَايَٰتِهِۦ لِلنَّاسِ لَعَلَّهُمۡ يَتَّقُونَ

تاسي لپاره د روژې په شپو كې خپلو مېرمنو سره يو ځاى كېدل (جماع کول) حلال کړل شوي دي، هغوی ستاسي جامې (لباس) دي او تاسي د هغوی لباس یاست، الله ته څرګنده ده چې تاسي په پټه له خپلو ځانونو سره خيانت کوئ؛ پس ستاسي له ګناه نه تېر شو او ویې بخښلئ، نو اوس له خپلو ښځو سره یوځای کېږئ (د روژی په شپو کې) او له الله نه هغه څه وغواړئ چې تاسي ته یې لیکلي دي. خورئ، څښئ تر هغه وخته چې د شپې د تروږمۍ له تورې ليكې نه مو (د سهار) سپینه کرښه (خط) تر سترګو شي. بیا تر شپې پورې خپله روژه بشپړه (پوره) کړئ او کله چې په جوماتونو کې اعتکاف کوئ نو (بیا) خپلو ښځو ته مه نږدې کېږئ (په جماع سره). دا احکام او حدود د الله تعالی دي، نو دې ته مه نږدې کېږئ (چې هغه مات کړئ) هم داسې (لکه چې دا یې درته بیان کړل) بیانوي الله تعالی خپل آیتونه د خلکو لپاره تر څو دوی تقوا غوره کړي.