« اې الله! زه له تا څخه هدایت، تقوا، پاکلمني او غنامندي غواړم».
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت دی، چې له نبي صلی الله علیه وسلم څخه یې نقل کوي چې هغه به فرمایل:
« اې الله! زه له تا څخه هدایت، تقوا، پاکلمني او غنامندي غواړم».
«اللهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ الْهُدَى وَالتُّقَى، وَالْعَفَافَ وَالْغِنَى».
د رسول الله صلی الله عليه وسلم له دعاګانو څخه یوه دا وه: «اللهم إني أسألك الهدى»: یعني اې الله! زه له تا څخه د هدایت سوال کوم، یعني د حق پېژندنه او عمل پرې، «والتقى»: یعني د تقوا غوښتنه کوم، یعني د الله د امرونو اطاعت او د منع شویو کارونو پرېښودل، «والعفاف»: یعني له ناوړه خبرو او عملونو څخه ځان ساتل، «والغنى»: یعني له مخلوق څخه بېنیازي، داسې چې یوازې خپل رب ته محتاج وي، او بل چاته اړتیا ونه لري.
د دې صفاتو شرافت: هدایت، تقوی، عفاف، او بېنیازي، او د دې صفاتو په خپلولو ټینګار.
رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل ځان ته نه ګټه رسولی شي او نه زیان، او دا یوازې الله تعالی دی چې ګټې او یا زیان رسولو مالک دی.
هغه ذات چې مخلوق ته ګټه، زیان، او هدایت ورکولای شي، یوازې الله دی؛ نه کومه مقربه ملاېکه، نه کوم استول شوی پېغمبر او نه بل څوک.
نور (11)
صحيح مسلم (4/ 2087) (2721).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (1/ 146).
تطريز رياض الصالحين.
لفيصل المبارك (ص68).
كنوز رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (2/ 183).
شرح رياض الصالحين.
لابن عثيمين (1/ 528).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
مجموعة من الباحثين (1/ 104).