Skip to content

"څوک چې په ورځ کې سل ځلې (سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ)، ووايي، یعنې خاص الله لره پاکي او ستاینه ده، نو د هغه ګناهونه به توی شي، كه څه هم د سمندر د ځګ په څېر وي".

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

"څوک چې په ورځ کې سل ځلې (سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ)، ووايي، یعنې خاص الله لره پاکي او ستاینه ده، نو د هغه ګناهونه به توی شي، كه څه هم د سمندر د ځګ په څېر وي".

«مَنْ قَالَ: سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ، فِي يَوْمٍ مِائَةَ مَرَّةٍ، حُطَّتْ خَطَايَاهُ وَإِنْ كَانَتْ مِثْلَ زَبَدِ الْبَحْرِ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي، څوک چې په ورځ کې سل ځلې «سبحان الله و بحمده»: ووایي؛ د هغه ګناهونه به وبخښل شي او له مینځه به لاړ شي، که څه هم د سمندر د پاسه د سپین ځګ په څېر زیات وي؛ کله چې په څپو او هیجان راشي.

د حديث له ګټو څخه

دا اجر د هغه چا لپاره دی چې دا ذکر د ورځې په پرلپسې یا متفرقه ډول وکړي.

(تسبیح) له نیمګړتیا څخه د الله تعالی پاکوالي او (حمد) له محبت او تعظیم سره د هغه یادولو ته وایي.

په حدیث کې له ګناهونو بخښلو څخه مراد واړه ګناهونه دي او کوم چې لوی (کبیره) ګناهونه دي نو هغه له توبې پرته نه بخښل کیږي.

مراجع
نور (10)

صحيح البخاري (8/ 86) (6405).

صحيح مسلم (4/ 2071) (2691).

توضيح الأحكام من بلوغ المرام.

للبسام (7/ 535).

منحة العلام في شرح بلوغ المرام.

لعبد الله الفوزان (10/ 401).

فتح ذي الجلال والإكرام.

لابن عثيمين (6/ 470).

سبل السلام بشرح بلوغ المرام.

للصنعاني (2/ 704).