پوښتنه: دا حدیث «بينما نحن جلوس عند رسول الله ﷺ ...»، بشپړ کړئ او ځینې ګټې یې بیان کړئ.
- الباب / الفصل
- قسم الحديث
السؤال
س3: أكمل حديث «بينما نحن جلوس عند رسول الله صلى الله عليه وسلم ...»، واذكر بعض فوائده.
۳. پوښتنه: دا حدیث (بينما نحن جلوس عند رسول الله ﷺ ...)، بشپړ کړئ او ځینې ګټې یې بیان کړئ؟
۳. پوښتنه: دا حدیث «بينما نحن جلوس عند رسول الله ﷺ ...»، بشپړ کړئ او ځینې ګټې یې بیان کړئ.
الجواب
ج:عن عمر بن الخطاب رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قال:
«بينما نحن جلوس عند رسول الله صلى الله عليه وسلم ذات يوم، إذ طلع علينا رجل شديد بياض الثياب، شديد سواد الشعر، لا يرى عليه أثر السفر، ولا يعرفه منا أحد، حتى جلس إلى النبي صلى الله عليه وسلم، فأسند ركبته إلى ركبتيه، ووضع كفيه على فخذيه، وقال: «يا محمد أخبرني عن الإسلام»، فقال له: «الإسلام: أن تشهد أن لا إله إلا الله، وأن محمدًا رسول الله، وتقيم الصلاة، وتؤتي الزكاة، وتصوم رمضان، وتحج البيت إن استطعت إليه سبيلًا»، قال: «صدقت»، فعجبنا له يسأله ويصدقه، قال: «أخبرني عن الإيمان» قال: «أن تؤمن بالله، وملائكته، وكتبه، ورسله، واليوم الآخر، وتؤمن بالقدر؛ خيره وشره»، قال: «صدقت»، قال: «فأخبرني عن الإحسان»، قال: «أن تعبد الله كأنك تراه، فإن لم تكن تراه، فإنه يراك»، قال: «فأخبرني عن الساعة»، قال: «ما المسؤول بأعلم من السائل»، قال: «فأخبرني عن أماراتها»، قال: «أن تلد الأمة ربتها، وأن ترى الحفاة العراة العالة رعاء الشاء، يتطاولون في البنيان» ثم انطلق فلبث مليًّا، ثم قال: «يا عمر! أتدري من السائل؟»، قلت: "الله ورسوله أعلم"، قال: «فإنه جبريل، أتاكم يعلمكم دينكم»
رواه مسلم.
فوائد من الحديث:
- ذكر أركان الإسلام الخمسة؛ وهي:
- شهادة أن لا إله إلا الله، وأن محمدا رسول الله.
- وإقام الصلاة.
- وإيتاء الزكاة.
- وصوم رمضان.
- وحج بيت الله الحرام.
- ذكر أركان الإيمان، وهي ستة:
- الإيمان بالله.
- وملائكته.
- وكتبه.
- ورسله.
- واليوم الآخر.
- والقدر خيره وشره.
- ذكر ركن الإحسان، وهو ركن واحد، وهو أن تعبد الله كأنك تراه، فإن لم تكن تراه، فإنه يراك.
- وقت قيام الساعة، لا يعلمه إلا الله تَعَالَى.
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه فرمایي: موږ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، یوه ورځ یو سړی را ښکاره شو چې سپینې جامې یې په تن وې. ډېر تور ويښتان يې و، د سفر کومه نښه په کې نه لیدل کېده، او له موږ څخه هیچا هم نه پېژنده، تر دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته کېناست، نو خپل زنګنونه يې د هغه زنګنونو ته ورتکیه کړل او لاسونه يې پر ورنونو ورکېښودل، او ورته ویې وویل: ای محمده! ماته د اسلام په باره کې خبر راکړه، هغه ورته وویل: اسلام: دا دی چی ګواهي ورکړې چې له الله پرته بل معبود نشته او محمد-صلی الله علیه و سلم- د الله رسول دی، لمونځ قائم کړې، زکات ورکړې، د رمضان روژه ونيسې او د بیت الله حج وكړې ." كه ورته لاره پيدا كړاى شې ." ويې ويل: "ته رښتيا وایي." موږ حيران شو چې هم پوښتنه کوی او هم یې تصدیق کوي، ويې ويل: ما ته د ایمان په باره کې خبر راکړه" هغه وویل: " هغه دا چی په الله، د هغه په ملائکو، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو او د آخرت په ورځ ایمان راوړې، او په تقدیر باور ولرې؛ په خیر او شر یی" هغه وویل: "ته رښتیا دې وویل." هغه وویل: "د احسان په باره کې خبر راکړه ." هغه وویل: "د الله عبادت کول په داسې حال چې ګویا کې ته الله وینې او که داسې حالت نه شې جوړولای نو بیا یقین جوړ کړه چې بیشکه الله ما ګوري." ويې ویيل: ماته د قيامت په باره کې خبر راکړه، ويې ويل: پوښتل شوی له پوښتونکي څخه ډېر پوه نه دى، هغه وويل: د هغې نښې راته ووايه." ويې ويل: "دا چې کنیزه خپل مالک وزیږوي، او دا چې ته وګورې چې پښې ابل ، بربنډ ،محتاج ،شپانه یو له بله په ابادیو کې وړاندیوالی کوي." بیا هغه روان شو، یو څه وخت تیر شو، بیا یې وویل: "اې عمره! آیا ته پوهیږې چې پوښتونکی څوک و؟، ما وویل: الله او د هغه رسول ښه پوهیږي، ویې ویل: دا جبرائیل و، هغه تاسو ته راغلی و تر څو مو پر دین پوه کړي.
مسلم روایت کړی.
د حدیث ګټې:
۱- د اسلام د پنځو رکنونو یادونه؛ او هغه:
شاهدي ورکول چی لا إله إلا الله، وأن محمدا رسول الله. له الله پرته بل په حقه معبود نشته او محمد-صلی الله علیه و سلم- د الله رسول دی.
او لمونځ قائمول.
او زکات ورکول.
او د رمضان روژه.
او د بیت الله الحرام حج کول.
۲- د ايمان د رکنونو یادونه او هغه شپږ دي:
په الله ایمان.
۲- د هغه په پرښتو.
۳- د هغه په کتابونو.
۴- د هغه په پیغمبرانو.
۵- او د آخرت په ورځ ایمان لرل دي.
۶- او تقدیر؛ خیر او شر یې.
۳- د احسان یو رکن يې ياد کړ او هغه داچې د الله عبادت داسې وكړئ چې ته يې ويني او كه دا حالت نه شې جوړولای نو دا حالت خو خاماخا جوړ کړه چې الله ما ویني.
۴- د قيامت وخت، يوازې الله تعالی پرې پوهيږي.
ج – له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وايي:
«مونږ یوه ورځ له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ناست وو، چې ناڅاپه یو سړی را ښکاره شو، سپینې جامې یې پر تن وې، تک تور وېښتان يې و، د سفر کومه نخښه پرې نه ښکارېده او له موږ څخه هېچا هم نه پېژانده، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته کېناست، نو خپل زنګنونه يې د هغه زنګنونو ته ورتکیه کړل او لاسونه يې پر ورنونو ورکېښودل، او ورته یې وویل: «اې محمده! ماته د اسلام په اړه خبر راکړه»، هغه ورته وفرمایل: «اسلام: دا دی چې ګواهي ورکړې پردې چې له الله پرته بل معبود نشته او پر دې چې محمد د الله رسول دی، لمونځ قائم کړې، زکات ورکړې، د رمضان روژه ونيسې او د بیت الله حج وكړې که د رسېدو لاره دې ورته وموندله»، هغه وویل: «رښتیا دې وویل». نو مونږ ورته حيران شو چې هم پوښتنه کوي او هم یې تصدیقوي، (بیا یې) وويل: «ما ته د ایمان په اړه خبر راکړه»، ويې فرمایل: «دا چې په الله، د هغه په ملاېکو، د هغه په کتابونو، د هغه په رسولانو او د آخرت په ورځ ایمان راوړې، او د تقدیر په خیر او شر باور ولرې»، هغه وویل: «رښتیا دې وویل». ویې ویل: «نو د احسان په اړه خبر راکړه»، ويې فرمایل: «دا چې د الله تعالی عبادت داسې وکړې لکه چې ته هغه وینې، که چېرته یې ته نه وینې نو هغه خو تا ویني». ویې ویل: «نو ماته د قيامت په اړه خبر راکړه»، ويې فرمایل: «پوښتل شوی له پوښتونکي څخه ډېر پوه ندى». ویې ویل: «نو د هغې د نښو په اړه خبر راکړه»، ويې فرمایل: «دا چې وینځه خپل بادار وزیږوي، او دا چې ته پښې لوڅي، بربنډ، بېوزله شپانه ووینې چې یو له بل څخه په ودانیو کې وړاندیوالی کوي». بیا هغه روان شو، یو څه وخت تېر شو، بیا یې وویل: «اې عمره! آیا ته پوهیږې چې پوښتونکی څوک و؟»، ما وویل: "الله او د هغه رسول ښه پوهیږي"، ویې فرمایل: «دا جبریل و، هغه تاسو ته راغلی و تر څو مو دین دروښایي»"
د حدیث ځینې فایدې:
۱- د اسلام د پنځو رکنونو یادونه؛ او هغه دادي:
- شاهدي ورکول چی لا إله إلا الله، وأن محمدا رسول الله. له الله پرته بل په حقه معبود نشته او محمد-صلی الله علیه و سلم- د الله رسول دی.
- او لمونځ قائمول.
- او زکات ورکول.
- او د رمضان روژه.
- او د بیت الله الحرام حج کول.
- په الله ایمان.
۲- د هغه په ملاېکو.
۳- د احسان یو رکن يې ياد کړ او هغه داچې د الله عبادت داسې وكړئ چې ته يې ويني او كه دا حالت نه شې جوړولای نو دا حالت خو خامخا جوړ کړه چې الله ما ویني.