Skip to content

کومه ښځه چې په حادثه کې ټپي شوې وي، او د حمل په لومړيو کې وه، او جنين یې له زياتې وينې وروسته سقط کړه، آيا د هغې لپاره روژه ماتول روا دي، او یا باید خپله روژه بشپړه کړي؟ او که روژه ماته کړي نو ایا هغه ګناهکاره کیږي؟

السؤال

س1:

کومه ښځه چې په حادثه کې ټپي شوې وي، او د حمل په لومړيو کې وه، او جنين یې له زياتې وينې وروسته سقط کړه، آيا د هغې لپاره روژه ماتول روا دي، او یا باید خپله روژه بشپړه کړي؟ او که روژه ماته کړي نو ایا هغه ګناهکاره کیږي؟

س28: امرأةٌ أصيبت في حادثةٍ، وكانت في بداية الحمل، فأسقطت الجنين إثر نزيفٍ حادٍّ، فهل يجوز لها أن تفطر، أو تواصل الصّيام؟ وإذا أفطرت فهل عليها إثمٌ؟

الجواب

ﺟ1:

موږ وايو: حامله ښځې باندې حيض نه راځي، لکه چې امام احمد رحمه الله فرمايي: ښځې د حيض په نشتوالي پوهیدلی چې حمل لري. او حیض - لکه څنګه چې علماوو ویلي دي – الله تبارک و تعالی هغه د مور په رحم کې د جنین د تغذیې لپاره رامینځته کړی، نو کله چې امیندواري رامینځته شي نو حیض بندیږي.

مګر د ځینو ښځو حیض ممکن چې له عادت څخه ډیر ته دوام ورکړي لکه څنګه چې دوی د امیندوارۍ دمخه وې، نو دی ښځې باندې حکم کوو چې هغه حایضه ده ځکه چې حيض دوام لري، او په حمل باندې اغیزه نه کوي، نو دا حيض د هر هغه څه مانع کیږي چې د حيض په وسيله د غير حامله ښځې د حيض مانع کیږي، او واجبوي هغه څه چې په هغه وخت کې واجبوې یې، او ساقطوي هر هغه څه چې هغه وخت کې ساقط کیدلې.

خلاصه: هغه وینه چې د امیندوارې ښځې څخه راوځي په دوه ډوله دي:

یوه هغه ډول چې د حیض حکم پرې کیږي، او هغه دا ده چې دوام ولري لکه څرنګه چې یې د حمل څخه مخکې دوام درلود، پدې معنا چې: حمل په هغه باندې هیڅ اغیزه نه وي کړی، نو هغه حیض دی.

دوهم ډول: هغه وينه چې د حمل په وخت کې وتلې وي، یا د حادثې، او د څه شي پورته کول، او یا له کوم ځای څخه غورځیدلو په نتيجه کې منځ ته شوي وي او یا دې ته ورته حالات وي، نو دغه وینه د حیض وینه نه ده، بلکې د رګ وینه ده،

په دې اساس د غه وینه له لمانځه او روژې مانع نه ګرځي، بلکې هغه د پاکو ښځو په حکم کې ده.

خو که د حادثې له امله د خیټې څخه ماشوم او یا حمل را ووځي، نو پدې صورت کې علماوو ویلي دي: که چیرې ماشوم او یا حمل راووځي چې د انسان شکل په کې څرګند وي نو دغه راوتل نفاس ګڼل کېږي، چې په دې وخت کې يې لمونځ او روژه پرېښودل کیږي، او مېړه به يې تر هغه وخته پورې له هغې څخه ډډه کوي، ترڅو چې پاکه شي.

او که چیرته جنین په داسې حال کې راووځي چې د انسان شکل په کې څرګند نه وي نو د نفاس وینه نه بلل کیږي، بلکه فاسده وینه ده، او هغه د لمانځه، روژې او نورو شیانو څخه نه منع کوي.

علماوو ویلی دی: د جوړښت موده: لږ تر لږه یو اتیا ورځې دي؛ ځکه چې جنین د مور په رحم کې وي.

لکه څرنګه چې عبدالله بن مسعود- رضي الله عنه- فرمايي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- موږ ته ویلي دي او هغه رښتیا ویونکی او ریښتینی ګڼل شوی دی، هغه فرمایي: ستاسو څخه یو څوک د خپل مور په خیټه کې تر څلویښتو ورځو پورې راغونډېږي، بیا به همدومره موده د وینې د ټوټې په څیر وي، بیا به همدومره موده د ژول شوي غوښې د یوې ټوټې په څیر وي، بیا به ملاېک ورته ولیږدول شي، او هغه ته به د څلورو کارونو امر وشي، د هغه د رزق، اجل، عمل، بدبختۍ او یا خوشبختۍ به ورته ولیکل شي".

او ممکن ندي چې تر دې مخكې پیدا شي، او ډېر احتمال شته چې له نويو ورځو وړاندې جوړښت څرګند نه شي، لكه چې ځينو علماوو ويلي دي.

ﺟ28: نقول: إن الحامل لا تحيض، كما قال الإمام أحمد:

"إنما تعرف النّساء الحمل بانقطاع الحيض".

والحيض -كما قال أهل العلم- خلقه الله تبارك وتعالى لحكمة غذاء الجنين في بطن أمّه، فإذا نشأ الحمل انقطع الحيض.

لكن بعض النّساء قد يستمرّ بها الحيض على عادته كما كان قبل الحمل، فهذه يحكم بأن حيضها حيضٌ صحيحٌ؛ لأنه استمر بها الحيض، ولم يتأثر بالحمل، فيكون هذا الحيض مانعًا لكلّ ما يمنعه حيض غير الحامل، وموجبًا لـما يوجبه، ومسقطًا لـما يسقطه.

والحاصل: أن الدم الّذي يخرج من الحامل على نوعين:

نوعٌ يحكم بأنه حيضٌ، وهو الّذي استمر بها كما كان قبل الحمل، فمعنى ذلك: أن الحمل لم يؤثّر عليه، فيكون حيضًا.

والنوع الثاني: دمٌ طرأ على الحمل طروءًا، إما بسببٍ حادثٍ، أو حمل شيءٍ، أو سقوطٍ من شيءٍ ونحوه، فهذه دمها ليس بحيضٍ، وإنما هو دم عرقٍ،

وعلى هذا فلا يمنعها من الصلاة، ولا من الصوم، بل هي في حكم الطاهرات.

ولكن إذا لزم من الحادث أن ينزل الولد أو الحمل الذي في بطنها فإنها على ما قال أهل العلم: إن خرج وقد تبين فيه خلق إنسانٍ فإن دمها بعد خروجه يعدّ نفاسًا، تترك فيه الصلاة والصوم، ويتجنبها زوجها حتى تطهر.

وإن خرج الجنين وهو غير مخلّقٍ فإنه لا يعتبر دم نفاسٍ، بل هو دم فسادٍ، لا يمنعها من الصلاة، ولا من الصّيام، ولا من غيرهما.

قال أهل العلم: وأقلّ زمنٍ يتبين فيه التخليق: واحدٌ وثمانون يومًا؛ لأن الجنين في بطن أمّه، كما قال عبد الله بن مسعودٍ رضي الله عنه: حدثنا رسول الله ﷺ وهو الصادق المصدوق، فقال:

«إِنَّ أَحَدَكُمْ يُجْمَعُ فِي بَطْنِ أُمِّهِ أَرْبَعِينَ يَوْمًا، ثُمَّ يَكُونُ عَلَقَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يَكُونُ مُضْغَةً مِثْلَ ذَلِكَ، ثُمَّ يُبْعَثُ إِلَيْهِ الْمَلَكُ، وَيُؤْمَرُ بِأَرْبَعِ كَلِمَاتٍ، فَيُكْتَبُ رِزْقُهُ، وَأَجَلُهُ، وَعَمَلُهُ، وَشَقِيٌّ أَوْ سَعِيدٌ» [1]،

ولا يمكن أن يخلق قبل ذلك، والغالب أن التخليق لا يتبين قبل تسعين يومًا، كما قال بعض أهل العلم.

[10] رواه البخاري، كتاب أحاديث الأنبياء، باب خلق آدم وذريته (3333)، ومسلم، كتاب القدر، باب كيفية خلق الآدمي في بطن أمه (1) (2643).