يو پوښتنه کوونکې وايي: له هغه وخته چې پر هغې روژه فرض شوې ده هغې د رمضان روژه نيولې ده، خو د هغې ورځو قضا یې ندی ادا کړي چې د حيض له امله يې روژې ندي نيولي، او د روژې شمېر باندې هم نه پوهيږي، نو هغه په دې اړه د لارښوونې غوښتنه کوي چې اوس څه وکړي؟.
- الموضوعات
- الصياممفسدات الصومالصياموقت القضاء وحكم تأخيرهالطهارةأحكام الحيض والنفاسالصلاةمبطلات الصلاة
السؤال
س1:
يو پوښتنه کوونکې وايي: له هغه وخته چې پر هغې روژه فرض شوې ده هغې د رمضان روژه نيولې ده، خو د هغې ورځو قضا یې ندی ادا کړي چې د حيض له امله يې روژې ندي نيولي، او د روژې شمېر باندې هم نه پوهيږي، نو هغه په دې اړه د لارښوونې غوښتنه کوي چې اوس څه وکړي؟.
س30: سائلةٌ تقول: إنها منذ وجب عليها الصّيام وهي تصوم رمضان، ولكنها لا تقضي صيام الأيام التي تفطرها بسبب الدورة الشهرية، ولجهلها بعدد الأيام التي أفطرتها، فهي تطلب إرشادها إلى ما يجب عليها فعله الآن.
الجواب
ﺟ1:
له بده مرغه چې د مؤمنانو په ښځو كې داسې پیښېږي، ځكه دا غفلت – زما مطلب دا دى: د روژې په قضاء كې بې پروايي كول، يا د ناپوهۍ له وجهې دى، يا د غفلت له وجهې، او دواړه حالتونه مصیبت دی؛ ځکه چې د نا پوهۍ درملنه په پوهې او پوښتنې سره کیږي،
اما د غفلت درملنه د الله – عزوجل- څخه په تقوا، مراقبت، او د هغه له عذاب څخه ویرې سره کیږي، او هغه څه ته مخکې والی چې هغه یې خوښوي.
دغه ښځه باید الله ته د خپل عمل څخه توبه وباسي، او بخښنه وغواړي، او د هغه ورځو په اړه چې څومره یې پریښودل شوي وڅیړي او د خپلې وسې په اندازه قضا دې ادا کړي، او پدې توګه خپل مسؤلیت ادا کولی شي، او موږ هیله لرو چې الله به د هغې توبه قبوله کړي.
ﺟ30: يؤسفنا أن يقع مثل هذا بين نساء المؤمنين، فإن هذا الترك -أعني: ترك قضاء ما يجب عليها من الصّيام- إما أن يكون جهلًا، وإما أن يكون تهاونًا، وكلاهما مصيبةٌ؛ لأن الجهل دواؤه العلم والسّؤال،
وأما التهاون فإن دواءه تقوى الله عز وجل، ومراقبته، والخوف من عقابه، والمبادرة إلى ما فيه رضاه.
فعلى هذه المرأة أن تتوب إلى الله مما صنعت، وأن تستغفر، وأن تتحرى الأيام التي تركتها بقدر استطاعتها فتقضيها، وبهذا تبرأ ذمتها، ونرجو أن يقبل الله توبتها.