زه یوه ښځه یم چې یو کال وړاندې د امیندوارۍ په دریمه میاشت کې مې سقط وکړه، ما تر هغه وخته لمونځ و نه کړ تر څو چې پاکه شوم، بیا ماته وویل شول: تا باید لمونځ کړی وی. زه باید څه وکړم، او د ورځو دقیق شمیره هم ما ته نه ده معلومه؟
السؤال
س1:
زه یوه ښځه یم چې یو کال وړاندې د امیندوارۍ په دریمه میاشت کې مې سقط وکړه، ما تر هغه وخته لمونځ و نه کړ تر څو چې پاکه شوم، بیا ماته وویل شول: تا باید لمونځ کړی وی. زه باید څه وکړم، او د ورځو دقیق شمیره هم ما ته نه ده معلومه؟
س29: أنا امرأةٌ أسقطت في الشهر الثالث منذ عامٍ، ولم أصلّ حتى طهرت، وقد قيل لي: كان عليك أن تصلّي. فماذا أفعل، وأنا لا أعرف عدد الأيام بالتحديد؟
الجواب
ﺟ1:
هغه څه چې د علماوو په نیز مشهور دي: که ښځه تر دريو مياشتو سقط وکړي، نو لمونځ دی نه کوي؛ ځكه چې كه د ښځې جنين سقط شی چې په هغه كې د انسان شکل څرګند وي نو هغه وينه چې د هغې څخه وځي هغه نفاس ده چې هغه سره لمونځ نه كيږي.
علما ویلي دي: د جنین جوړښت په هغه صورت کې څرګندیدلی شي چې یو اتیا ورځې یې بشپړې کړې وي، او دا د دریو میاشتو څخه کمې دي، او که دا یقیني شي چې جنین یې له دریو میاشتو څخه سقط شوی دی، نو هغه څه چې ورته پیښ شوي هغه د فساد وینه ده، نو د هغه لپاره لمونځ نه پریښودل کیږي.
دا سوال کونکې باید په یاد راولي چې که جنین له اتیا ورځو مخکې سقط شوی وي، نو د لمونځ قضا دې ادا کړي او که نه پوهېږي څومره لمونځونه هغې څخه پاتې شوي دي؟
هغه دې احتمالی اندازې باندې عمل وکړي چې غالباً څو لمونځونه یي ندي ادا کړي، هغه دې ادا کړي.
ﺟ29: المعروف عند أهل العلم: أن المرأة إذا أسقطت لثلاثة أشهرٍ فإنها لا تصلّي؛ لأن المرأة إذا أسقطت جنينًا قد تبين فيه خلق إنسانٍ فإن الدم الّذي يخرج منها يكون دم نفاسٍ لا تصلّي فيه.
قال العلماء: ويمكن أن يتبين خلق الجنين إذا تم له واحدٌ وثمانون يومًا، وهذه أقلّ من ثلاثة أشهرٍ، فإذا تيقنت أنه سقط الجنين لثلاثة أشهرٍ فإن الذي أصابها يكون دم فسادٍ، لا تترك الصلاة من أجله.
وهذه السائلة عليها أن تتذكر في نفسها، فإذا كان الجنين سقط قبل الثمانين يومًا فإنها تقضي الصلاة، وإذا كانت لا تدري كم تركت؟
فإنها تقدّر، وتتحرى، وتقضي على ما يغلب عليه ظنّها أنها لم تصلّه.