Skip to content

"ما ته امر شوی چې له خلکو سره تر هغه وجنګېږم تر څو شاهدي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او په دې چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله رسول دی او پدې چې لمونځ ادا کړي او زکات ورکړي

له ابن عمر رضی الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

"ما ته امر شوی چې له خلکو سره تر هغه وجنګېږم تر څو شاهدي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او په دې چې محمد صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله رسول دی او پدې چې لمونځ ادا کړي او زکات ورکړي، نو کله یې چې دا کار وکړ، د دوی وینه او مال له ما څخه خوندي شو مګر د اسلام لپاره، او نور حساب یې د الله جل جلاله سره ده".

«أُمِرْتُ أَنْ أُقَاتِلَ النَّاسَ حَتَّى يَشْهَدُوا أَنْ لاَ إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ، وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ، وَيُقِيمُوا الصَّلاَةَ، وَيُؤْتُوا الزَّكَاةَ، فَإِذَا فَعَلُوا ذَلِكَ عَصَمُوا مِنِّي دِمَاءَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ إِلَّا بِحَقِّ الإِسْلاَمِ، وَحِسَابُهُمْ عَلَى اللَّهِ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله ورته د مشرکانو سره د جنګېدو امر کړی دی تر دې چې پدې خبره ګواهي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل حق معبود نشته، هغه یو دی او شریک نه لري او دا چې د محمد صلی الله علیه وسلم په پېغمبرۍ ګواهي ورکړي او د دې ګواهۍ په غوښتنه عمل وکړي لکه په شپه او ورځ کې پنځه وخته لمانځه ته پاملرنه او دا چې اړمنو خلکو ته فرض زکات ورکړي. نو کله یې چې دا کارونه وکړل اسلام د دوی د وینو او مال ساتنه کوي، او وژل یې بیا روا نه دي مګر دا چې کوم جرم یا جنایت ترسره کړي، چې د اسلام د احکامو له مخې بیا د وژل کېدو مستحق ګرځي او د قیامت په ورځ به یې حساب د الله جل جلاله سره وي، هغه ذات چې د دوی په رازونو پوهیږي.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

حكم يوازې په ظاهر باندې مرتبیږي، او د پټو خبرو څښتن الله دى.

توحید ته د بلنې اهمیت او دا چې توحید لومړی شی دی چې دعوت پرې پیلیږي.

د دې حدیث مطلب دا نه دی چې مشرکین دې په زوره اسلام کې داخلېدلو ته مجبور شي، بلکې دوی ته په اسلام کې د داخلېدلو او یا جزیې ورکولو تر منځه د ټاکنې حق ورکړل شوی؛ نو که چېرته یې انکار وکړ او یوازې دا یې غوښتل چې اسلام ته د بلنې مخه ډپ کړي، نو د اسلام د احکامو سره سم ورسره جګړه کیږي.

مراجع
نور (6)

صحيح البخاري (1/ 14) (25).

صحيح مسلم (1/ 53) (22).

التحفة الربانية في شرح الأربعين حديثًا النووية.

لإسماعيل السعدي (ص23).

شرح الأربعين النووية.

لابن عثيمين (ص125).