اې ابو المنذره، ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تاسره کوم آيت تر ټولو لوى دى؟» وايي: ما وويل: {اللهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255]. (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټولې نړۍ انتظام كوونكى دى)وایي: نو زه یې په سينه کې ووهلم او ويې ويل: په الله قسم، چې علم دې درته مبارک شي (علم دې درته اسان شي) اې ابو المنذره».
له ابی بن کعب رضي الله عنه نه روایت دی وایي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«اې ابو المنذره، آیا ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تا سره کوم آیت تر ټولو لوی دی؟ " هغه وویل: ما وویل چې : الله او د هغه رسول ښه پوهیږي. هغه وفرمایل: « اې ابو المنذره، ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تاسره کوم آيت تر ټولو لوى دى؟» وايي: ما وويل: {اللهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255]. (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټولې نړۍ انتظام كوونكى دى)وایي: نو زه یې په سينه کې ووهلم او ويې ويل: په الله قسم، چې علم دې درته مبارک شي (علم دې درته اسان شي) اې ابو المنذره».
«يَا أَبَا الْمُنْذِرِ، أَتَدْرِي أَيُّ آيَةٍ مِنْ كِتَابِ اللهِ مَعَكَ أَعْظَمُ؟» قَالَ: قُلْتُ: اللهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ. قَالَ: «يَا أَبَا الْمُنْذِرِ، أَتَدْرِي أَيُّ آيَةٍ مِنْ كِتَابِ اللهِ مَعَكَ أَعْظَمُ؟» قَالَ: قُلْتُ: {اللهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255]. قَالَ: فَضَرَبَ فِي صَدْرِي، وَقَالَ: «وَاللهِ لِيَهْنِكَ الْعِلْمُ، أَبَا الْمُنْذِرِ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم له اُبی بن کعب رضي الله عنه څخه د الله په کتاب کې د تر ټولو لوی آیت په اړه پوښتنه وکړه، نو هغه په ځواب کې زړه نازړه شو، بیا یې وویل: آیت الکرسي دی {الله لا إله إلا هو الحي القيوم}: یعنې (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټولې نړۍ انتظام كوونكى دى) نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې تایید وکړ، او رسول الله - صلی الله علیه وسلم - په سینه کې وواهه، معنا یې دا وه چې سینه یې له علم او حکمت څخه ډکه ده، او دعا یې ورته وکړه چې پدې علم دې نېکمرغه شي او ورته دې آسان شي.
...:
د ابی بن کعب رضي الله عنه لوی فضیلت.
آیت الکرسي د الله تعالی په کتاب کې تر ټولو لوی آیت دی، نو باید حفظ شي، په معنا کې یې غور وشي او عمل پرې وشي.
نور (5)
صحيح مسلم (1/ 556) (810).
إكمال المعلم (3/178).
الكاشف عن حقائق السنن (5/1644).
المفهم (2/436).
البحر المحيط الثجاج في شرح صحيح الإمام مسلم بن الحجاج (16/ 394).
په کتابونو کې یاد شوی
3 کتابونهنور (2)
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 5«يا أبا المُنْذِرِ، أتدري أيُّ آيةٍ مِن كتابِ اللهِ مَعَكَ أعظمُ؟» قلتُ: {ٱللَّهُ لَآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَ ٱلحَيُّ ٱلقَيُّومُ}، فَضَرَبَ في صَدْري، وقال: «لِيهْنَكَ العلمُ أبا المُنْذِرِ».
- نبراس طالب (1)1«يَا أَبَا الْمُنْذِرِ، أَتَدْرِي أَيُّ آيَةٍ مِنْ كِتَابِ اللهِ مَعَكَ أَعْظَمُ؟» قَالَ: قُلْتُ: اللهُ ورَسُولُهُ أَعْلَمُ. قَالَ: «يَا أَبَا الْمُنْذِرِ، أَتَدْرِي أَيُّ آيَةٍ مِنْ كِتَابِ اللهِ مَعَكَ أَعْظَمُ؟» قَالَ: قُلْتُ: (ٱللَّهُ ل