Skip to content

ستا لپاره هغه څه دي چې تا یې هیله کړې او د هغه په څېر ورسره نور هم».

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«له شک پرته د جنت تر ټولو ټیټ مقام لرونکي کس ته به وویل شي چې: هیله وکړه، نو دی به هیله وکړي، بیا به ورته ووایي: آیا هیله دې وکړه؟ هغه به ووايي: هو، نو ورته به ووایي: ستا لپاره هغه څه دي چې تا یې هیله کړې او د هغه په څېر ورسره نور هم».

«إِنَّ أَدْنَى مَقْعَدِ أَحَدِكُمْ مِنَ الْجَنَّةِ أَنْ يَقُولَ لَهُ: تَمَنَّ فَيَتَمَنَّى، وَيَتَمَنَّى، فَيَقُولُ لَهُ: هَلْ تَمَنَّيْتَ؟ فَيَقُولُ: نَعَمْ، فَيَقُولُ لَهُ: فَإِنَّ لَكَ مَا تَمَنَّيْتَ وَمِثْلَهُ مَعَهُ».

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې د جنت تر ټولو ټیټه درجه لرونکي کس ته به ووایي: هیله وکړه، نو هغه به هیله وکړي، بیا به هیله وکړي، تر دې چې هېڅ هیله به یې پاتې نه شي مګر دا چې وبه یې کړي، نو ورته به ووایي: آیا هیله دې وکړه؟ هغه به ووايي: هو، نو ورته به ووایي: ستا لپاره ټول هغه څه دي چې تا یې هیله کړې ده او ورسره نور د هغې په اندازه.

د حديث له ګټو څخه

د جنت د خلکو د مقامونو تفاوت

د الله تعالی د سخاوت د ډيروالي بیان.

د جنت نعمتونه په یوه ځانګړي شي نه محدودېږي، بلکې مؤمن هلته هر هغه څه مومي چې یې زړه غواړي او نفس یې ارمان کوي، دا ټول د الله تعالی له فضل، سخاوت او کرم څخه دي.

مراجع
نور (9)

صحيح مسلم (1/ 167) (182).

مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح.

لعلي القاري (9/ 3585).

تطريز رياض الصالحين.

لفيصل آل مبارك (ص1090).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (3/ 348).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (2/ 1292).