٢ : ١٢٤
۞ وَإِذِ ٱبۡتَلَىٰٓ إِبۡرَٰهِـۧمَ رَبُّهُۥ بِكَلِمَٰتٖ فَأَتَمَّهُنَّۖ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامٗاۖ قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِيۖ قَالَ لَا يَنَالُ عَهۡدِي ٱلظَّٰلِمِينَ
ياد كړه (اې محمده) هغه وخت چې پر ابراهيم (علیه السلام) د هغه رب د څو خبرو ازمېښت وكړ او (ابراهيم) هغه ټولې سرته ورسولې؛ نو (الله) وویل: بېشکه زه تا د ټولو خلكو امام ټاكم، (ابراهیم) وویل: او زما له اولادې سره هم همدا وعده ده؟ (الله) وویل: زما وعده ظالمانو ته نه رسي.