«خپل کورونه مو مقبرې مه ګرځوئ او زما قبر د عبادت ځای مه جوړوئ، او پر ما درود ووایئ، یقینا تاسو چې هر چېرې یاست ستاسو درود ماته رسیږي».
له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:
«خپل کورونه مو مقبرې مه ګرځوئ او زما قبر د عبادت ځای مه جوړوئ، او پر ما درود ووایئ، یقینا تاسو چې هر چېرې یاست ستاسو درود ماته رسیږي».
«لَا تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ قُبُورًا، وَلَا تَجْعَلُوا قَبْرِي عِيدًا، وَصَلُّوا عَلَيَّ؛ فَإِنَّ صَلَاتَكُمْ تَبْلُغُنِي حَيْثُ كُنْتُمْ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم منع فرمایلې ده چې کورونه دې له لمونځونو څخه فارغ شي، که داسې وشي نو حال به یې د هغې مقبرې په څېر وي چې لمونځ پکې نه کیږي. او په تکراري ډول یې د قبرونو له زيارت او تر څنګه یې له راټولېدو څخه منع فرمایلې ده، ځکه چې دا د شرک لپاره وسیله ګرځي. او د ځمکې په هر ځای کې یې پر هغه د سلام او درود ویلو امر کړی دی؛ ځکه چې له نږدې او لرې ځای څخه یو برابر ورته رسيږي، نو لدې امله یې بار بار قبر ته د ورتلو اړتیا نه لیدل کیږي.
ولا تجعلوا قبري عيدًا: العيد: ما يعتاد مجيئه وقصده من زمان ومكان، أي: لا تتخذوا قبري محل اجتماعٍ تترددون إليه وتعتادونه للصلاة والدعاء وغير ذلك.
د الله تعالی له عبادت څخه د کورونو له خالي کولو څخه ممانعت.
د پیغمبر صلی الله علیه د قبر د زیارت په نیت له سفر کولو څخه ممانعت، ځکه هغه امر کړی چې درود پرې وویل شي او خبر یې ورکړی چې ورته رسیږي، بل دا چې سفر یوازې نبوي مسجد ته د تللو او پکې د لمانځه کولو په نیت کیږي.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم د قبر زيارت کول پداسې توګه حرام دي چې په ځانګړې توګه او په ځانګړې وخت کې ورتګ عادت وګرځول شي، او همدارنګه د هر قبر زيارت کول حرام دي.
د خپل رب په وړاندې د رسول الله صلی الله علیه وسلم درناوی، چې په هر وخت او هر ځای کې یې پرې درود او سلام وییل روا کړي دي.
ځکه چې په مقبرو کې له لمانځه څخه د منعې پرېکړه صحابه کرامو کړې وه؛ له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم منع فرمایلې ده چې له کورونو څخه دې هدیرې جوړې شي، کوم ځای کې چې لمونځونه نه کیږي.
نور (5)
سنن ابو داود (3/ 385) (2042).
الجديد في شرح كتاب التوحيد.
لمحمد القرعاوي (ص202).
الملخص في شرح كتاب التوحيد.
لصالح الفوزان (ص185).
په کتابونو کې یاد شوی
7 کتابونه- د توحيد کتابكتاب التوحيد للشيخ محمد بن عبد الوهابخپل کورونه قبرونه مه ګرځوئ، او زما قبر عيد مه جوړوئ، اوپر ما درود وواياست؛ ځکه ستاسو درود ماته رسيږي هر چېرې چې ياست.
- کوم ایمان چې په قران او سنت نبو ي کې راغلی دغه ایمان الله جل جلاله په خپلو بندګانو فرض کړی.«وَصَلُّوا عَلَيَّ؛ فَإِنَّ صَلَاتَكُمْ تَبْلُغُنِي حَيْثُ كُنْتُمْ». «او پر ما درود ووایاست؛ ځکه ستاسو درود ماته رارسیږي هر چیرته چې یاست».
نور (5)
- المختصر في آداب السفر وصفة الحج والعمرة وآداب الزيارة والأدعية الجامعة مع ملحق بالفتاوى والمخالفات3- المختصر في آداب زيارة المسجد النبوي وأحكامها (للحرمين)«لَا تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ قُبُورًا، وَلَا تَجْعَلُوا قَبْرِي عِيدًا، وَصَلُّوا عَلَيَّ، فَإِنَّ صَلَاتَكُمْ تَبْلُغُنِي حَيْثُ كُنْتُمْ» [2].
- المختصر في آداب زيارة المسجد النبوي وأحكامهاالمختصر في آداب زيارة المسجد النبوي وأحكامها (للحرمين)«لَا تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ قُبُورًا، وَلَا تَجْعَلُوا قَبْرِي عِيدًا، وَصَلُّوا عَلَيَّ، فَإِنَّ صَلَاتَكُمْ تَبْلُغُنِي حَيْثُ كُنْتُمْ» [2].
- حصن المسلم من أذكار الكتاب والسنةحصن المسلم«لَا تَجْعَلُوا قَبْرِي عِيدًا وَصَلُّوا عَلَيَّ؛ فَإِنَّ صَلَاتَكُم تَبْلُغُنِي حَيْثُ كُنْتُمْ»[266].
- رسالة في الأذكار1«لَا تَجْعَلُوا قَبْرِي عِيدًا، وَصَلُّوا عَلَيَّ؛ فَإِنَّ صَلَاتَكُمْ تَبْلُغُنِي حَيْثُ كُنْتُمْ».
- مجموعة زاد العقيده (4)العقيدة 4«لا تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ قُبُورًا، وَلا تَجْعَلُوا قَبْرِي عِيدًا، وَصَلُّوا عَلَيَّ؛ فَإِنَّ صَلاتَكُمْ تَبْلُغُنِي حَيْثُ كُنْتُمْ».