Skip to content

«چا چې د هدایت لورې ته بلنه ورکړه نو دومره ثواب یې کیږي لکه څومره چې د هدایت د پيروانو کیږي پداسې حال کې چې د هغوی له اجر او ثوابونو څخه هېڅ نه کمیږي

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:

«چا چې د هدایت لورې ته بلنه ورکړه نو دومره ثواب یې کیږي لکه څومره چې د هدایت د پيروانو کیږي پداسې حال کې چې د هغوی له اجر او ثوابونو څخه هېڅ نه کمیږي، او چا چې ګمراهۍ ته بلنه ورکړه، نو دومره ګناه یې کیږي څومره چې د ګمراهۍ د پیروانو کیږي، پداسې حال کې چې د هغوی له ګناهونو څخه هېڅ نه کمیږي».

«مَنْ دَعَا إِلَى هُدًى كَانَ لَهُ مِنَ الْأَجْرِ مِثْلُ أُجُورِ مَنْ تَبِعَهُ، لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ أُجُورِهِمْ شَيْئًا، وَمَنْ دَعَا إِلَى ضَلَالَةٍ كَانَ عَلَيْهِ مِنَ الْإِثْمِ مِثْلُ آثَامِ مَنْ تَبِعَهُ، لَا يَنْقُصُ ذَلِكَ مِنْ آثَامِهِمْ شَيْئًا».

مسلم روايت کړی دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګندوي چې چا د خلکو داسې یوې لارې ته لارښوونه وکړه چې په هغې کې په وینا او عمل کې خېر وي، نو د هغه لپاره به د هغو کسانو په څېر اجر وي چې د حقې لارې پيروي یې کړې ده، پرته له دې چې د پیروانو په اجر کې یې څه کمی راشي. او چا چې خلکو ته د غلطې او بدې لارې لارښوونه وکړه چې په هغې کې ګناه، خطا او یا داسې یو کار وي چې روا نه وي، هغه که وینا وي یا عمل، نو هغه به د پیروۍ کوونکو سره مساوي بار په غاړه اخلي پرته له دې چې د دوی په ګناهونو کې څه کمی راشي.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

سمې لارې ته د بلنې ورکولو فضیلت، که لږه وي یا ډېره، او دا چې بلونکي ته د عمل کوونکي په څېر اجر دی، او دا چې دا د الله تعالی د لوی فضل او بشپړ سخاوت څخه دي.

ګمراهۍ ته د بلنې خطر، که کوچنۍ وي او یا لویه، او دا چې څوک بلنه ورکوي، نو پر هغه هم د عمل کوونکي په څېر د ګناه پېټی دی.

سزا د عمل له جنس څخه وي، نو چا چې نیکۍ ته بلنه ورکړه، هغه ته د نیکۍ د ترسره کوونکي په اندازه اجر دی، او چا چې بدۍ ته بلنه ورکړه، نو په هغه د ګناه کوونکي د عمل په اندازه پېټی بار دی.

یو مسلمان باید ځان وساتي چې نور ورپسې په ګناه کې اقتدا ونه کړي، کله چې دی په ښکاره ګناه کوي، پداسې حال کې چې خلک یې ګوري، ځکه یقینا چې دی له ده څخه د نورو په تقلید ګنهکاریږي، که څه هم هغه یې دې ته هڅولی نه وي.

مراجع
نور (11)

صحيح مسلم (4/ 2060) (2674).

بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.

لسليم الهلالي (1/ 262).

تطريز رياض الصالحين.

لفيصل آل مبارك (ص141).

شرح رياض الصالحين.

لابن عثيمين (2/ 360).

كنوز رياض الصالحين.

لمجموعة من الباحثين (3/ 554).

نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.

مجموعة من الباحثين (1/ 199).