٤٢ : ٥١
۞ وَمَا كَانَ لِبَشَرٍ أَن يُكَلِّمَهُ ٱللَّهُ إِلَّا وَحۡيًا أَوۡ مِن وَرَآيِٕ حِجَابٍ أَوۡ يُرۡسِلَ رَسُولٗا فَيُوحِيَ بِإِذۡنِهِۦ مَا يَشَآءُۚ إِنَّهُۥ عَلِيٌّ حَكِيمٞ
او نه ښایی هيڅ انسان ته چې الله ورسره وغږيږي، پرته له دې چې وحي به وي، يا له پردې شاته، يا كوم رسول وليږي او هغه د ده په حكم سره څه چې غواړي وحي كړي، په رېښتيا هغه لوړ [په اعتبار د مرتبې، ذات اوغلبې] حکمت والا دى.