تا ته د دوو رڼاګانو زېری دی چې در کړل شوي، پداسې حال کې ستا څخه وړاندې هېڅ نبي ته نه دې ورکړل شوي: فاتحة الکتاب (فاتحه سورت) او د البقرې سورت وروستي آیتونه دي چې تاته به د دې د هر یو حرف په ویلو سره درکول کېږي».
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې:
«په داسې حال کې چې جبرائیل علیه السلام د نبي ﷺ سره ناست و چې له پاسه یې یو غږ واورېد، نو سر یې پورته کړ او ویې ویل: دا د اسمان یوه دروازه ده چې نن خلاصه شوه، تر دې مخکې هېڅکله نه وه خلاصه شوې، له هغې څخه یوه ملايکه راکوزه شوه، ویې ویل: دا هغه ملايکه ده چې نن ځمکې ته راکښته شوه، تر دې مخکې هېڅکله نه وه راښکته شوې، نو سلام یې وکړ او ویې ویل: تا ته د دوو رڼاګانو زېری دی چې در کړل شوي، پداسې حال کې ستا څخه وړاندې هېڅ نبي ته نه دې ورکړل شوي: فاتحة الکتاب (فاتحه سورت) او د البقرې سورت وروستي آیتونه دي چې تاته به د دې د هر یو حرف په ویلو سره درکول کېږي».
«بَيْنَمَا جِبْرِيلُ قَاعِدٌ عِنْدَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سَمِعَ نَقِيضًا مِنْ فَوْقِهِ، فَرَفَعَ رَأْسَهُ، فَقَالَ: هَذَا بَابٌ مِنَ السَّمَاءِ فُتِحَ الْيَوْمَ لَمْ يُفْتَحْ قَطُّ إِلَّا الْيَوْمَ، فَنَزَلَ مِنْهُ مَلَكٌ، فَقَالَ: هَذَا مَلَكٌ نَزَلَ إِلَى الْأَرْضِ لَمْ يَنْزِلْ قَطُّ إِلَّا الْيَوْمَ، فَسَلَّمَ، وَقَالَ: أَبْشِرْ بِنُورَيْنِ أُوتِيتَهُمَا لَمْ يُؤْتَهُمَا نَبِيٌّ قَبْلَكَ: فَاتِحَةُ الْكِتَابِ، وَخَوَاتِيمُ سُورَةِ الْبَقَرَةِ، لَنْ تَقْرَأَ بِحَرْفٍ مِنْهُمَا إِلَّا أُعْطِيتَهُ».
جبرائیل علیه السلام د نبي ﷺ تر څنګ ناست و، نو له اسمانه یې داسې غږ واورېد لکه د دروازې د پرانیستل کېدو، بیا یې سر پورته کړ او اسمان ته یې وکتل، بیا نبي ﷺ وویل چې دا د اسمان یوه دروازه ده چې نن پرانیستل شوه، مخکې لدې هېڅکله نه وه پرانیستل شوې، له هغې څخه یوه ملايکه ځمکې ته راکښته شوه چې تر دې مخکې هېڅکله نه وه راغلې، هغې ملاېکې په نبي صلی الله علیه وسلم سلام واچاوه او ورته یې وویل: تاته دې د دوو رڼا ګانو زېری مبارک وي، چې تر تا مخکې هېڅ نبي ته نه دي ورکړل شوي؛ هغه دواړه: سورت الفاتحة او بل د سورة البقرې وروستي دوه آیتونه دي. بیا ملاېکې وویل: هېڅوک له دې دواړو څخه یو حرف نه لولي مګر دا چې الله تعالی به پرې ورته هغه خېر دعا او غوښتنه ورکوي چې پدې کې دي.
د فاتحې سورت او د بقرې سورت د دوو وروستیو آیتونو فضیلت، او د هغوی د لوستلو او پرې عمل کولو ټینګار.
اسمان دروازې لري چې له هغو څخه الهي امر راکوزېږي، او یوازې د الله په امر پرانیستل کېږي.
د الله تعالی سره د نبي ﷺ د لوړ مقام بیان، چې هغه ته یې داسې عزت ورکړی چې تر ده مخکې یې نورو نبیانو ته نه دی ورکړل شوی چې هغه دا دوه رڼاګانې دي.
د الله تعالی لور ته د بلنې ورکولو له طریقو څخه یوه دا ده چې خلکو ته د خیر زېری ورکړل شي.
نور (11)
صحيح مسلم (1/ 554) (806).
بهجة الناظرين شرح رياض الصالحين.
لسليم الهلالي (2/ 244).
شرح رياض الصالحين.
لابن عثيمين (4/ 700).
مرقاة المفاتيح شرح مشكاة المصابيح.
لعلي القاري (4/ 1464).
نزهة المتقين شرح رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (2/ 760).
كنوز رياض الصالحين.
لمجموعة من الباحثين (13/ 122).
په کتابونو کې یاد شوی
6 کتابونه- کوم ایمان چې په قران او سنت نبو ي کې راغلی دغه ایمان الله جل جلاله په خپلو بندګانو فرض کړی.او له ابن عباس - رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې: پداسې حال کې چې جبریل - علیه السلام - د پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - سره ناست وو چې له پاسه یې غږ واوریده نو سر یې پورته کړ، ویې وییل: «هَذَا بَابٌ مِنَ السَّمَاءِ فُتِحَ الْيَوْمَ لَمْ يُ
- کوم ایمان چې په قران او سنت نبو ي کې راغلی دغه ایمان الله جل جلاله په خپلو بندګانو فرض کړی.فعن ابن عباس رضي الله عنهما قال: بَيْنَمَا جِبْرِيلُ قَاعِدٌ عِنْدَ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم سَمِعَ نَقِيضًا مِنْ فَوْقِهِ، فَرَفَعَ رَأْسَهُ، فَقَالَ: «هَذَا بَابٌ مِنَ السَّمَاءِ فُتِحَ الْيَوْمَ لَمْ يُفْتَحْ قَطُّ إِلَّا الْيَوْمَ،
نور (4)
- الخطب المنبريةموسوعة الخطب المنبرية (القسم الثالث)«أَبْشِرْ بِنُورَيْنِ أُوتِيتَهُمَا لَمْ يُؤْتِهِمَا نَبِيٌّ قَبْلَكَ: فَاتِحَةُ الْكِتَابِ، وَخَوَاتِيمُ سُورَةِ الْبَقَرَةِ لَمْ تَقْرَأْ حَرْفًا مِنْهَا إِلَّا أُوتِيتَهُ»
- المنتقى من المتجر الرابح في ثواب العمل الصالح - المعتمدالمنتقى من المتجر الرابح في ثواب العمل الصالح“بينما جبريل قاعد عند النبي صلى الله عليه وسلم سمع نقيضا من فوقه، فرفع رأسه، فقال: “هذا باب من السماء فتح اليوم لم يفتح قط إلا اليوم، فنزل منه ملك، فقال: هذا ملك نزل إلى الأرض لم ينزل قط إلا اليوم، فسلم، وقال: أبشر بنورين أوتيتهما لم يؤتهما
- مجالس تدارس القرآن للمبتدئين (سورة الفاتحة وقصار المفصّل)1(أبشر بنورين أوتيتهما لم يؤتهما نبي قبلك: فاتحة الكتاب، وخواتيم سورة البقرة)([6]).
- مجموعة زاد التفسير (1)التفسير 1بَيْنَما جِبْرِيلُ عليه السلام قاعِدٌ عِنْدَ النبيِّ صلى الله عليه وسلم سَمِعَ نَقِيضا مِنْ فَوقِهِ فَرَفَعَ رأسَهُ، فقال:«هَذا بابٌ مِنَ السَّماءِ فُتِحَ اليَومَ لَمْ يُفْتَحْ قَطُّ إلا اليَومَ، فَنزَلَ مِنهُ مَلَكٌ، فقال: هَذا مَلَكٌ نَزَ