٣٠ : ٢٢
وَمِنۡ ءَايَٰتِهِۦ خَلۡقُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِ وَٱخۡتِلَٰفُ أَلۡسِنَتِكُمۡ وَأَلۡوَٰنِكُمۡۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَٰتٖ لِّلۡعَٰلِمِينَ
او ځينې دهغه له دلیلونو نه د اسمانونو او زمكې پيدايښت او ستاسي د ژبو او رنګونو توپير دى، بې شكه په دې كې د پوهې لرونکو لپاره (سترې) نښانې دي.