«په خلکو کې د کفر دوه خویونه دي چې یو یې د خلکو د نسب پسې سپکې سپورې ویل او بل یې په مړو فریاد کول دي».
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«په خلکو کې د کفر دوه خویونه دي چې یو یې د خلکو د نسب پسې سپکې سپورې ویل او بل یې په مړو فریاد کول دي».
«اثْنَتَانِ فِي النَّاسِ هُمَا بِهِمْ كُفْرٌ: الطَّعْنُ فِي النَّسَبِ، وَالنِّيَاحَةُ عَلَى الْمَيِّتِ».
رسول الله صلی الله علیه وسلم په خلکو کې له دوو کفري او د جاهلیت له خویونو څخه خبر ورکوي چې هغه دوه کارونه دادي: لومړی: د خلکو په نسبونو کې خبرې کول، نېمګړتیاوې یې بیانول او ځان پرې پورته ګڼل. دویم: د مصیبت پر مهال پر تقدیر د ناخوښۍ له امله په لوړ غږ چیغې وهل او یا د ډېر فریاد له امله د جامو څیرې کول.
پر عاجزۍ ټینګار او پر خلکو له تکبر څخه ممانعت.
پر مصیبت صبر کول او بې صبري نه کول واجب دي.
دا عملونه له کوچني کفر څخه دي، او په چا کې چې د کفر یوه برخه پېدا شوه نو هغه په لوی کفر سره نه کافر کېږي؛ هغه چې انسان پرې د اسلام له دایرې څخه وځي، بلکه هغه مهال ( له اسلام څخه وځي ) چې لوی کفر ترې صادر شي.
اسلام هر هغه عمل منع کړی دی چې د مسلمانانو تر منځ اختلاف پيدا کوي لکه د نسبونو او داسې نورو پسې بد رد ویل.
نور (7)
صحيح مسلم (1/ 82) (67).
كتاب التوحيد.
للإمام محمد بن عبد الوهاب (ص96).
الملخص في شرح كتاب التوحيد.
لصالح الفوزان (ص279).
الجديد في شرح كتاب التوحيد.
للقرعاوي (ص315).
په کتابونو کې یاد شوی
10 کتابونه- د توحيد کتابكتاب التوحيد للشيخ محمد بن عبد الوهابدوه شيان په خلکو کې د کفر له وخته دي: ( د یو چا ) نسب پسې سپکې سپورې ویل او پر مړي ژړا کول.
- کوم ایمان چې په قران او سنت نبو ي کې راغلی دغه ایمان الله جل جلاله په خپلو بندګانو فرض کړی.«دوه ډوله خلک دي چې د کفر نښانې پکې دي: د چا په نسب کې خبرې کول، او مړي ویر کول».
نور (8)
- التوحيد في ضوء عقيدة الإمام الشافعي رحمه الله ونصوصه ومروياته"اثنتان في الناس هما بهم كفر: الطعن في النسب، والنياحة على الميت".([107])
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 7«اثْنَتَان في النَّاسِ هُمَا بهمْ كُفْرٌ: الطَّعْنُ في النَّسبِ، والنِّيَاحَةُ علىٰ المَيِّتِ».
- رياض الصالحينرياض الصالحين مع فوائد وهدايات - 8«اثْنَتَانِ في النَّاسِ هُمَا بِهِم كُفْرٌ: الطَّعْنُ في النَّسَبِ، وَالنِّيَاحَةُ عَلىٰ المَيِّتِ».
- عقيدة الأئمة الأربعة«اثْنَتَانِ فِي النَّاسِ هُمَا بِهِمْ كُفْرٌ: الطَّعْنُ فِي الْأَنْسَابِ، وَالنِّيَاحَةُ عَلَى الْمَيِّتِ»
- قاموس الكبائرموسوعة الكبائر - المجموعة الخامسة«اثْنَتَانِ فِي النَّاسِ هُمَا بِهِمْ كُفْرٌ: الطَّعْنُ فِي النَّسَبِ، وَالنِّيَاحَةُ عَلَى الْمَيِّتِ»
- ما لا يسع المسلم جهله«اثْنَتَانِ فِي النَّاسِ هُمَا بِهِمْ كُفْرٌ: الطَّعْنُ فِي النَّسَبِ، وَالنِّيَاحَةُ عَلَى المَيِّتِ» [4].
- مشروع منهاج زادكزادك 3 طالب نهائي«اثْنَتَانِ فِي النَّاسِ هُمَا بِهِمْ كُفْرٌ: الطَّعْنُ فِي النَّسَبِ، وَالنِّيَاحَةُ عَلَى الْمَيِّتِ»
- نبراس طالب (4)1«اثْنَتَانِ فِي النَّاسِ هُمَا بِهِمْ كُفْرٌ: الطَّعْنُ فِي النَّسَبِ، وَالنِّيَاحَةُ عَلَى الْمَيِّتِ»