٢٩ : ٦١
وَلَئِن سَأَلۡتَهُم مَّنۡ خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ وَسَخَّرَ ٱلشَّمۡسَ وَٱلۡقَمَرَ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُۖ فَأَنَّىٰ يُؤۡفَكُونَ
او كه دوى وپوښتې چې دا اسمانونه او زمكه چا پيدا كړي او لمر او سپوږمۍ يې په كار اچولي؟ نو خامخا به ووايي چې الله، نو بيا څرنګه (له توحيده) اړول كيږي.