Skip to content

حیا له ایمان څخه ده

له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې:

رسول الله صلی الله علیه وسلم له یو سړي څخه واورېدل چې خپل یو ورور ته یې د حیا په اړه نصیحت کاوه، نو ورته یې وفرمایل: « حیا له ایمان څخه ده».

سَمِعَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ رَجُلًا يَعِظُ أَخَاهُ فِي الْحَيَاءِ، فَقَالَ: «الْحَيَاءُ مِنَ الْإِيمَانِ».

متفق علیه دی
حديث صحيح
تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم له یو سړي څخه واورېدل چې خپل ورور ته یې نصیحت کاوه تر څو له (زیاتې حیا) یعنې شرم کولو څخه ډډه وکړي! نو - رسول الله صلی الله علیه وسلم - ورته څرګنده کړه چې حیا له ایمان څخه ده، او دا چې پایله یې یوازې خیر دی. او حیا داسې یو صفت دی چې - انسان - ښو کارونو ته اړباسي او له بدو څخه یې منع کوي.

د کلمو معناوې

...:

د حديث له ګټو څخه

هغه څه چې تا د خیر له کارونو څخه منع کوي حیا نه بلل کیږي، بلکې هغې ته خجالت، بې وزلي، بې زړه توب او بزدلي وایي.

له الله جل جلاله څخه حیاء د اوامرو په عملي کولو او د حرامو په پرېښودلو سره کیږي.

او له خلکو څخه حیاء د هغوی په درناوي او ورته په درنه سترګه کتلو سره کیږي، او له هغه څه څخه په ډډې کولو چې معمولا بد وي.

مراجع
نور (10)

صحيح البخاري (1/ 14) (24).

صحيح مسلم (1/ 63) (36).

توضيح الأحكام من بلوغ المرام.

للبسام (7/ 489).

منحة العلام في شرح بلوغ المرام.

لعبد الله الفوزان (10/ 330).

فتح ذي الجلال والإكرام.

لابن عثيمين (6/ 427).

سبل السلام بشرح بلوغ المرام.

للصنعاني (2/ 689).